جنرال باقري: د قدرت انډول د آسیا پر لور روان دی
د ایران د وسله والو ځواکونو مشر وویل: د قدرت انډول د آسیا په لور روان دی.
د ایرنا د خبر له مخې؛ د ایران د وسله والو ځواکونو مشر جنرال محمد باقري د سه شنبې په ورځ د ختیځ آذربایجان د پوځ د قوماندانۍ د شورا په غونډه کې، اسلامي ایران ته د زیان رسولو لپاره د دښمنانو پرلپسې هڅو ته په اشارې سره وویل: هغه بدلونونه چې د سیمې له هېوادونو او اروپایي هېوادونو سره په تړاو ترسره شوي، د تېر کال په پېښو ( په ایران کې د ۱۴۰۱ کال د ناکراریو) او د دغه هېواد د خلکو او نظام د سرلوړۍ محصول دی او دښمن هم پوه شوی چې د ایران اسلامي جمهوریت د نسکورېدو وړ نه دی.
د ایران د وسله والو ځواکونو مشر همدارنګه وویل: د قدرت انډول د آسیا په لور روان دی او غیر لوېدیځ قدرتونه هم اسلامي جمهوریت ته د سیمه ایز قدرت په سترګه ګوري.