د نړۍ د مسلمانانوعقیدو ته سیپکاوی بې لګښته ندې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i136052-د_نړۍ_د_مسلمانانوعقیدو_ته_سیپکاوی_بې_لګښته_ندې
قالیباف ټینګار وکړ د نړۍ د مسلمانانو د عقایدو سپکاوی او د احساساتو داغي کول بی لګښته ندي او د سویډ دولت باید د دغو سپکاویو ځواب ووایی .
(last modified 2023-07-22T05:45:04+00:00 )
Jul 22, 2023 10:10 Asia/Kabul
  • د نړۍ د مسلمانانوعقیدو ته سیپکاوی بې لګښته ندې

قالیباف ټینګار وکړ د نړۍ د مسلمانانو د عقایدو سپکاوی او د احساساتو داغي کول بی لګښته ندي او د سویډ دولت باید د دغو سپکاویو ځواب ووایی .

د فارس خبری اژانس له راپور سره سم د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف نن د پارلیمان د څرګندې غونډې په پیل کې زیاته کړه د سویډ دولت د قران کریم له سپکاوی سره د مخالفت په اړه په خپله ادعا کې ریښتونې ندې او د دغه ډول اقداماتو د مخنیوی لپاره یې هیڅ اغیزمن حقوقی اقدام ندې ترسره کړی .

قالیباف ټینګار وکړ د نړۍ د مسلمانانو د عقایدو سپکاوی او د احساساتو داغي کول بی لګښته ندي او د سویډ دولت باید د دغو سپکاویو ځواب ووایی .

ده زیاته کړه د دغه سپکونکی اقدام په اعتراض کی د ایرانی ملت پرونی مظاهرې او اعتراضونه ضروری او د مسولیت پیژندلو له امله وو .

د ټول اسلامي ایران  دجمعې لمانځه ترسره کونکو د لاریونونو په ترسره کولو سره په سویډن کښې د قران کریم سپکاوی وغاند.

د «سلوان مومیکا» په نوم یوه سرزوري کس د تیرې جون میاشتې په اتویشتمه نیټه په سویډن کښې د قران کریم سپکاوی کړی او وړمه ورځ  یې هم د دوهم ځل لپاره د پولیسو په اجازې سره د قران مجید سپکاوی وکړ.

د ایران مظاهره چیانو د شعارونو په ورکولو سره قران مجید ته له سپکاوي کرکه څرګنده کړه. د ایران مظاهره چیانو دغه راز غوښتنه وکړه چې د ایران خارجه وزارت د نورو اسلامي هیوادونو په ملګرتیا سره له سویډن سره په خپلو ډيپلوماټیکو اړیکو کښې بیا کتنه وکړي.