د سویډن د حکومت لخوا د سپکاوي غندل کافي نه دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i136060-د_سویډن_د_حکومت_لخوا_د_سپکاوي_غندل_کافي_نه_دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وویل د سویډن د حکومت لخوا قران کریم ته د سپکاوي د غندلو د بیانیې خپریدل هیڅکله کافي نه دي او دغه حکومت باید د دغه جنایت عاملین عدالت ته وروسپاري.
(last modified 2023-07-23T02:54:32+00:00 )
Jul 23, 2023 04:53 Asia/Kabul
  • د سویډن د حکومت لخوا د سپکاوي غندل کافي نه دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وویل د سویډن د حکومت لخوا قران کریم ته د سپکاوي د غندلو د بیانیې خپریدل هیڅکله کافي نه دي او دغه حکومت باید د دغه جنایت عاملین عدالت ته وروسپاري.

هغه پرون د مسلمانانو د اسماني کتاب چې د ټولو الهي دینونو د پیروانو  لخوا یې احترام او تکریم کیږي د سپکاوي د جنایت په وړاندې د سویډن د حکومت د کړچار په غندلو سره وویل هماغه ډول چې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ټينګار کړی دغه خطر رامینځته کونکي او له دسیسې ډکه پیښه ده او له دغه جنایتکاره عمل څخه د سویډن د حکومت ملاتړ د اسلامي دنیا په مقابل کښې د جنګي چمتووالي اتحاد ګڼل کیږي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دواړو هیوادونو کښې د ایران او د سویډن د سفیرانو د متقابل ماموریت ختمولو او د نویو سفیرانو په تبادلې د بندیز لپاره د ایران خارجه وزارت ته خپل حکم ته په اشارې سره وویل د سویډن د حکومت لخوا قران کریم ته د سپکاوي د غندلو بیانیه هیڅکله کافي نه ده او دغه حکومت باید د دغه جنایت عاملین عدالت ته وروسپاري.