حسیني ماتمیانو بیګا د شامِ غریبان دستورې ترسره کړې
په ټول ایران کښې د امام حسین علیه السلام مینه والو او عزادارانو د عاشورا د ماښام یعنې د شامِ غریبان مراسم ترسره کړل
په ټول ایران کښې د امام حسین علیه السلام مینه والو او عزادارانو د عاشورا د ماښام یعنې د شامِ غریبان مراسم ترسره کړل
د ایران پریس د خبر له مخې، د عاشورا په ورځ د امام حسین علیه السلام او د هغوي د باوفا ملګرو له شهادت وروسته، د محرم د لسمې ورځې دروند ماښام یا شامِ غریبان، د هغه حضرت د کورنۍ او ماشومانو او اسیرانو د یوازیتوب او لالهاندۍ رایادونکی دی کومو چې دغه درنده شپه د کربلا د بیابان په تیاره کښې تیره کړه.
پرون ورځ هم د محرم الحرام د لسمې ورځې په مناسبت د شهیدانو د سالار او د جنت د ځوانانو د سردار حضرت امام حسین علیه السلام او د هغوي د پاکې کورنۍ او وفاداره ملګرو د شهادت ورځ ده، ماتمونه او عزادارۍ وشوې.