د تهران او کابل ځینې مطبوعات
ورځپاڼي د پاکستان په باجوړ کی ترهه ګرې حملې ته هم اشاره کړی ده اولیکلی یې دی چی د پاکستان په شمال لویدیځ کې په خونړۍ چاودنه کی په لسګونو کسان مړه او څه د پاسه سل ژوبل شوي دي .
کیهان
نوموړی ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د نورو مطلبونو تر څنګ په زنجان کې د یوم الزینب س عظیمې غونډې انځور چاپ کړی دی او لیکلی یې دی چی په زنجان کی د یوم الزینب س عظیمه اجتماع په پرتمین ډول ترسره شوه .
ملګری ملتونه وایی په یمن کی تازه غمیزه د دوه میلیون کسانو ژوند ګواښی .
ورځپاڼي د پاکستان په باجوړ کی ترهه ګرې حملې ته هم اشاره کړی ده اوږ لیکلی یې دی چی د پاکستان په شمال لویدیځ کې په خونړۍ چاودنه کی په لسګونو کسان مړه او څه د پاسه سل ژوبل شوي دي . پرون د پاکستان په باجوړ سیمه کښې د جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان څانګې په یوې غونډې کښې په ځان وژونکي حملې کښې تراوسه شپږ څلویښت کسان وژل شوي دي او یوسل پنځوس نور ژوبل شوي دي چې ځينې پکښې مرګي حاله دي.
د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اېف پي ویلي، چې افغانستان د نړۍ تر ټولو هېوادونو د مرستو زیات اړمن خلک لري.
د طالبانو د خارجه وزارت لوړ رتبه چارواکی امیرخان متقی په دوحه کې له امریکایانو سره کتنه کوی .
د لبنان د حزب ا... د عمومی منشی سید حسن نصرا ... د عاشورا ورځې وینا صیهونیسټان برابر کړل .
صیهونیسټی معترضانو د نتانیاهو پرضد ۳۶۰ زره کسیزې مظاهرې ترسره کړې .
د بنګلادیش د پولیسو او د اپوزیشن ګوندونو د پلویانو ترمینځ نښته شوی ده . د ډاکا د پولیسو ویاند وویل د بنګلا دیش د ملي پال ګوند کسانو په دغو مظاهرو کښې بسونو ته اور ورته کړ او د لاسو جوړ بمونه یې وکارول.
پاکستان وایی اسراییل باید په فلسطین کې د خپلو جنایتونو ځواب ووایی . په ملګروملتو کې د پاکستان دایمي استازی منیر اکرم زیاته کړه امنیت شورا باید د فلسطینی ملت د برخلیک د ټاکلو د حق لپاره خپل پریکړه لیکونو په قدرت سره اجرا کړي . منیر اکرم د امنیت شورا د غړیو په غونډه کې په خپلې ویناکې په جنین کیمپ کې د صیهونیسټ رژیم د وروستیو پراخو پوځی عملیاتو په غندلو سره وویل اسراییل باید په نیواکی فلسطین کې خپلو جنایتونو او بشری حقوقو سخې خلاف ورزۍ په اړه ځواب ووایی .
ابرار
ابرار ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د حضرت امام زین العابدین علیه السلام د شهادت په مناسبت تسلیت وړاندی کړی دی او د هغه حضرت دغه قول یې هم راخیستې دی چی فرمایی تر ټولو زیات بخښونکی هغه کس دی چی د قدرت په اوج کې بخښنه کوی .
حضرت امام سجاد علیه السلام چې د کربلا د غمیزې په وخت ناروغه وود شهیدانو د سردار حضرت امام حسین علیه السلام له ستر غورځنګ وروسته یې د دغه غورځنګ د پیغام د خپرولو او د خپل پلار د لارې د دوام درونده مسولیت پر غاړه واخیسته او د دغه پاڅون د ماهیت او اهمیت د ښودلو لپاره یې ډیرې هلې ځلې وکړې .
په تهران کی د قران دروازه جوړیږی .
د ایران د اسلامی شورا د بهرنی سیاست او ملی امنیت کمیشن مرستیال مشر وایی د جنوبی کوریا په وسیله د ایران د پیسو کنګلول له نړیوال نظره محکوم دی .
د ایران د تیلو وزیر اوجی وایی اسلامي ایران د ارش په ګازی میدان کې خپل حقوق او ګټې تعقیبوي .
د خوړو نړیوال پروګر ام د بودجې له کمښت سره مخامخ دی .
د ترکیې ولسمشر اردوغان له ایران سره د تجارتي ګټو د خنډونو د لیری کولو غوښتنه وکړه .
روسیې څه د پاسه څلویښتو افریقایی هیوادونو سره پوځی تړون لاسلیک کړ .
نایجریا د ایران د فوټبال له ملی ټیم سره د دوستانه کتنی په ترسره کولو پسې ده .
کابل ورځپاڼۍ
یادونه کوو چی مونږه دغه ورځپاڼۍ له اینټرنیټه راخلو او د محتوا مسولیت یې نه منو
هشت صبح
د خوراکي توکو په مرستو کې ۵۰ سلنه کموالی؛ د قحطۍ زیاتېدونکي احتمال خلک اندېښمن کړي دي . د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې د بودجې د کمښت له امله اړ شوی چې په افغانستان کې د خپلو مرستو کچه راکمه کړي. دغه سازمان زیاته کړه چې د بودجې د کموالي له امله به په افغانستان کې یوازې پینځه میلیونه خلکو ته مرستې ورسوي. د خوړو نړۍوال پروګرام په وار وار په افغانستان کې پر بشري ناورین د غور لپاره د دغه سازمان د مرستندویانو د مرستو د کمېدو خبرداری ورکړی دی. پر دې سربېره، د مرستو په اندازې او پیسو کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی. بلخوا، هېوادوال د مرستو د کموالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ټینګار کوي، چې مرستندوی بنسټونه باید د روڼتیا د تامین لپاره بدیل پروګرامونه وړاندې کړي څو له دغو مرستو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو تر څنګ، د اقتصادي ودې او ټیکاو لپاره ګټه واخیستل شي. د دوی په وینا د کار په بدل کې د مرستو وېش په اوسني وضعیت کې د بدیل لاره ده. دغه هېوادوال زیاتوي، چې د بشري مرستو اوسني بهیر په مرستو کې د طالبانو د لاسوهنې په تړاو تورونه زیات کړي دي. تر دې وړاندې په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم اندېښنه ښودلې وه چې د بودجې د کموالي له امله په دغه هېواد کې بشري مرستې کمېږي. دغه راز سره صلیب اعلان کړی چې د مالي ستونزو له امله به تر راروانې یوې میاشتې له ۲۵ دولتي روغتونونو سره خپلې مرستې بندې کړي.
ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د خوړو نړۍوال پروګرام د بودجې د کمښت له امله له افغانستان سره د مرستو کمولو ته اړ شوی دی. د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) د اجراییوي مدیر مرستیال کارل سکائو زیاته کړې، چې دغه سازمان به د بودجې له کمېدو وروسته په افغانستان کې یوازې پینځه میلیونه تنو ته د مرستو د رسولو وړتیا ولري. هغه څرګنده کړې چې مرستې له ۷۵ سلنې ۵۰ سلنې ته راټيټې شوې دي. د خوړو نړۍوال پروګرام هم تر دې وړاندې ویلي وو، چې د مالي ستونزو له امله اړ شوی دی چې د مرستې رسونې بهیر له ۱۵میلیون تنو ۸ میلیون تنو ته راکم کړي .
د ارغواني شنبو غورځنګ: د طالبانو له لوري پر لږکیو د محدودیتونو لګول هېواد له مذهبي جګړې سره مخ کوي . په غزني او کابل کې د محرم الحرام پر ماتمونو د طالبانو د ډزو په غبرګون کې د ارغواني شنبو اعتراضي غورځنګ وايي، د طالبانو دا کړنه به هېواد د مذهبي جګړې لور ته بوځي.
دغه غورځنګ د یکشنبې په ورځ د اسد په ۸مه په یوې اعلامیې کې ویلي چې د طالبانو له لوري د افغانستان د بیا واک په نیولو سره د هېواد ډېری وګړي له خپلو ټولو ټولنیزو، سیاسي حقونو او ازادیو بې برخې شوي دي.
د ارغوان شنبو غورځنګ زیاته کړې ده: «د طالبانو ډله په دیني او مذهبي اقلیتونو د سختو بندیزونو په وضع کولو سره نه یوازې د دیني او مذهبي تنوع له مینځه وړي؛ بلکې هېواد یې د مذهبي جګړې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.»
دغه غورځنګ له نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو له ملاتړ سازمانونو غوښتي چې د افغانستان د خلکو د رایو پر بنسټ دې د یوه غیر متمرکز حکومت د رامنځته کېدو ملاتړ وکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو د تېرې جمعې په ورځ د اسد په ۶مه د غزني مرکز ته څېرمه د نواباد او د کابل د دشت برچي سیمو کې د عاشورا ماتم کوونکو پر کاروان ډزې وکړې.
په کابل کې د طالبانو د ډزو په پایله کې د مرګ ژوبلې په هکله معلومات نشته، خو په غزني کې د ماتم په مراسمو د طالبانو د ډزو په پایله کې څلور تنه وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
مسیر ورځپاڼه
چارواکي: د معلولینو، یتیمانو او کونډو حقوق به ورکړل شي . د شهیدانو او معلولینو وزارت په روان کال کې د معلولینو، یتیمانو، او کونډو د حقونو له ورکړې خبر ورکوي. د دغه وزارت ویاند فیصل خاموش زیاتوي، د تېر او سرپرست حکومت د معلولینو ، یتیمانو او کونډو د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د شپږو میاشتو حقوق به ورکړل شي. یو شمېر معلولین بیا د دغه بهیر د روڼتیا او همدا راز د چټکتیا غوښتونکي دي. د دغه وزارت ویاند همد راز وايي، معلولینو ته د تنخواګانو د وېش بهیر د شفافیت په موخه یې، د مرکز په ګډون د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې، ډيټابس سیستمونه فعاله کړي دي. خاموش ټینګار کوي چې څه باندې درې زره هغه کسان چې له دغه وزارته د تنخوا اخیستو وړ نه وو هم له ډېټابس سیستمه ایستل شوي دي.