ایران به په تپل شوي اقتصادي جنګ کښې له سوریې ملاتړ وکړي
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر د سوریې خلاف په تپلي اقتصادي جنګ کښې د سوریې له ولس او حکومت څخه د ایران په پریکنده ملاتړ ټینګار وکړ.
د ایران پریس د خبر له مخې، «وحید جلال زاده» د سوریې له خارجه وزیر «فیصل المقداد» سره له کتنې وروسته د خبریالانو په ټول کښې، دمشق ته د خپل سفر د سفر هدف، د سیمې د وروستیو حالاتو او د دوه اړخیزو ملګرتیاؤ د پراختیا د لاروچارو څیړنه وبلله.
جلال زاده د اړیکو د لوړاوي لپاره د ایران او سوریې د چارواکو په مثبت او رغنده نظر باندې په ټینګار سره وویل: دواړه هیوادونه د ملګرتیاؤ د لارې د خنډونو د ختمولو جدي هوډ لري.
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر له ترهګرو سره د جنګ په دوارن کښې له دمشقه د تهران ملاتړ ته په اشارې سره څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت به په تپل شوي اقتصادي جنګ کښې هم د سوریې حکومت او ولس یوازې پرې نږدي.
جلال زاده هم داشان په دې خبرې سره چې ایران په سوریې باندې د پردیو هیڅ ډول تیری او شتون نه مني، څرګنده کړه: هغه سیمې چې د سوریې اقتصاد پرې ولاړ دی، باید زرترزره آزادې شي او د دې هیواد د خلکو په واک کښې ورکړی شي.
د ویلو ده چې د وحید جلال زاده په مشرۍ د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) یو پلاوی تیره دوشنبه د سوریې له جنګ پوړو مسئولیانو سره د کتنې په موخه دمشق ته تلی دی.