د انګلستان سفیر د ایران خارجه وزارت ته احضار شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i136924-د_انګلستان_سفیر_د_ایران_خارجه_وزارت_ته_احضار_شو
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د لویدیځې اروپا د برخې عمومي مدیر وویل: په تهران کښې د انګلستان سفیر، د خبریال په ورځ په یوې ټولنیزې شبکې کښې د مداخلې غواړې محتوا د خپرولو په وجه د ایران خارجه وزارت ته وروبلل شو
(last modified 2023-08-09T21:48:39+00:00 )
Aug 10, 2023 02:14 Asia/Kabul
  • د انګلستان سفیر د ایران خارجه وزارت ته احضار شو

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د لویدیځې اروپا د برخې عمومي مدیر وویل: په تهران کښې د انګلستان سفیر، د خبریال په ورځ په یوې ټولنیزې شبکې کښې د مداخلې غواړې محتوا د خپرولو په وجه د ایران خارجه وزارت ته وروبلل شو

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د لویدیځې اروپا د برخې عمومي مدیر وویل: په تهران کښې د انګلستان سفیر، د خبریال په ورځ په یوې ټولنیزې شبکې کښې د مداخلې غواړې محتوا د خپرولو په وجه د ایران خارجه وزارت ته وروبلل شو

د ایران پریس د خبر له مخې، «مجید نیلي احمدآبادي» زیاته کړه: نه سنجول شوي، غیرمسئولانه او له ډیپلماټیک عُرفه وتلي مطالب، په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې څرګنده نمونه ده چې د منلو وړ نه ده.

نیلي احمدآبادي د بیان د آزادۍ په پلمه د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف په لندن کښې د دیره ځینو رسنیو خرابوونکو اقداماتو ته په اشارې سره وویل: انګلستان د ایران د خلکو خلاف په غیرقابلِ دفاع مخینې سره په داسې پوزیشن کښې نه دی چې د ایران خلاف نظر ورکړي.

په ځواب کشې د انګلستان سفیر، د ایران له اسلامي جمهوریت سره د محترمانه اړیکو د ساتلو لپاره د خپل هیواد په ارادې تاکید وکړ.