Aug 13, 2023 05:48 Asia/Kabul
  • ۳۵ زره او ۶۱۳ کسانو د ایران د اسلامي شورا د انتخاباتو لپاره نومونه لیکلي دي

د نوم لیکنې د وخت له ختمیدو یوه ورځ مخکښې ۳۵ زره ۶ سوه او ۱۳ کسانو د اسلامي شورا(پارلیمان) په انتخاباتو کښې د کاندیداتورۍ لپاره ابتدايي نوم لیکنه کړې ده.

د نوم لیکنې د وخت له ختمیدو یوه ورځ مخکښې ۳۵ زره ۶ سوه او ۱۳ کسانو د اسلامي شورا(پارلیمان) په انتخاباتو کښې د کاندیداتورۍ لپاره ابتدايي نوم لیکنه کړې ده.

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو د کمیټې ویاند پرون وویل: ۷ زره او ۸۸۲ کسانو پرون د اسلامي شورا د انتخاباتو لپاهر ابتدايي نوم لیکنه وکړه او په تیرو شپږو ورځو کښې هم ۳۵ زره او ۶۱۳ تنه د پارلیمان په انتخاباتو کښې په ابتدايي نوم لیکنه کښې کامیاب شوي دي.

د ښاغلي اسلامي په وینا، په نوم لیکونکو کښې ۸۷ فیصده سړي او ۱۳ فیصده ښځې دي.

د ایران د اسلامي شورا د انتخاباتو د نوي قانون له مخې، سږ کال په اول ځل او د پارلیمان د نمایندګۍ د کاندیداتورۍ د غوښتونکو په مدارکو او مستنداتو باندې په غور کښې د چټکتیا په موخه د ابتدايي نوم لیکنې مرحله اجرا کیږي او تقاضا کوونکي کسان تر نن ورځې فرصت لري چې د کورنیو چارو د وزارت په ویب سایټ کښې ابتدايي نوم لیکنه او د مدارکو اپ لوډ کول ترسره کړي.

د ٢٠٢٤ کال د فرورۍ په ۲۱ نیټه به د صلاحیت تائید شویو کاندیدانو فاینل نومونه خپاره شي.

د ویلو ده چې د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) د انتخاباتو دولسم او د رهبرۍ د خبرګانو شورا د ټاکنو شپږم پړاؤ د راتلونکي ۲۰۲۴ کال د مارچ په اوله نیټه ترسره کیږي.

 

ټیګونه