Aug 14, 2023 14:53 Asia/Kabul
  • له ټروره کار اخیستل، د دښمن د ماتې خوړلې رودې تکرار

په شیراز کښې د حضرت شاهچراغ علیه السلام په زیارت باندې د تیر کال له ترهګرې حملې کابو لس میاشتې وروسته، پرون یوځل بیا ترهګرو په دغه حرم برید وکړ چې له امله یې د حرم یو خادم شهید شوی او اته تنه نور زخمي شول.

د حضرت شاهچراغ(ع) په حرم باندې د تیر ۱۴۰۱ کال د لړم د میاشتې په څلورمه نیټه هم د داعش له خوا ترهګره حمله شوې وه چې په کښې ۱۳ تنه شهیدان او له شلو زیات نور ژوبل شوي وو. د دغه ترهګره اقدام عاملان تیره میاشت اعدام شول.

د شاهچراغ پرونۍ ترهګره پيښه د ټولنې د امنیت د په نښه کولو او همداشان د اسلامي جمهوري نظام د کمزوري کولو په موخه د دښمنانو دوباره هڅه ګڼلې شو، داسې هڅه چې په دې وروستیو کلونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د امریکې، صهیونیسټي رژیم او د هغوي د ځینو لویدیځو او سیمه ایزو ملاتړو له خوا د ترکیبي جنګ په چوکاټ کښې یې دوام موندلی دی.

د هیواد په سویه د ترهګرو اقداماتو په شان د قهرجنو شوکونو رامینځته کول او د ټولنې د امنیت او د خلکو د اروايي امنیت ګډوډول، د آرامښت د ټینګیدو او د اعتراضاتو د اور د مړ کیدو د مخنیوي لپاره د دښمن د ترکیبي جنګ له پلانونو ګڼل کیږي. په داسې حال کښې چې د تیر کال ناقرارۍ چې د ایران د اسلامي جمهوریت د دښمنانو په لمسون او پلاننګ سره پيل شوې وې، د خلکو په هوښیارۍ او د امنیتي او اطلاعاتي ادارو په اقداماتو سره غلې شوې او په هیواد کښې د ګډوډي د پراختیا او ویش لپاره دسیسو ماتې وخوړله، اوس دښمنانو یوځل بیا د حضرت شاهچراغ په حرم باندې په ترهګرې حملې سره وښودله چې دغو سپیرو موخو ته د رسیدو لپاره لاهم له ټرور او د خلکو له وژلو په تیره بیا په مذهبي ځایونو کښې له ترهګرو بریدونو کار اخلي.

یو بل هدف چې ترهګر او د هغوي ملاتړي یې تعقیبوي، د امنیت په ټینګښت کښې د نظام د ناتوانۍ القا کول دي ځکه چې د ترهګرو بریدونو او د ټولنې د ناامنه کولو دوام، د خلکو د نفسیاتي ارامښت د خرابیدو سبب کیدې شي او په نتیجه کښې ځینې کسان دې باور ته رسوي چې نظام، په هیواد کښې د امنیت د ټینګولو لپاره ضروري قدرت نه لري.

د ایران د کورنیو چارو وزیر "احمد وحیدي " په دې هکله ویلي دي: دا زمونږ د قسم خوړلو دښمنانو له خوا یوه ترهګره پيشه ده او دا چې زمونږ دښمنان فکر کوي چې په دې بزدلانه حرکتونو او په خلکو باندې په ډزو سره کوې شي زمونږ امنیت او ثبات په خطر کښې واچوي، تیروتي دي ځکه چې زمونږ ولس مضبوط او کلک دی.

بل مهم ټکی، په ایران کښې د وروستیو ترهګرو بریدونو په وړاندې د نړیوالو ارګانونو او د بشري حقوقو د مدعي لویدیځو حکومتونو چپتیا او بې عملي ده. د ترهګرۍ د سپیرې ښکارندې په وړاندې د نړیوالې ټولنې په تیره بیا د بشري حقوقو د مدعي هیوادونو چپتیا او ورسره توکمپاله چلند، د ترهګرو او په حقیقت کښې د دود بریدونو د دوام یوه اصلي وجه ګڼله کیږي.

له اسلامي انقلاب نه د وروستیه کلونو تجربه ښودنه کوي چې دښمنانو تل د دې انقلاب د آرمان او اهدافو د پوره کیدو د مخنیوي لپاره د ټرور، تشدد او د سیاسي او اقتصادي دباؤنو د اچولو په شمول مختلفې طریقې غوره کړې دي ترڅو له دې لارې هم د نظام د کمزورتیا سبب شي او هم د ایران د یووالي او پرمختګونو مخه ونیسي. البته لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر څرګنده کړې ده، «له هرې لارې د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف هلې ځلې کوي خو له دې امله چې محاسبات یې غلط دي، تراوسه یې ماتې خوړلې ده او په راتلونکي کښې به هم ماتې وخوري».

*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه