د ایران ملت به د وینې تر اخري قطرې پورې مقاومت وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i161680-د_ایران_ملت_به_د_وینې_تر_اخري_قطرې_پورې_مقاومت_وکړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په ایکس پاڼه کښې په یوه پیغام کښې ولیکل: د ایران ملت به د وینې تر اخري قطرې پورې د هغه چا په مقابل کښې چې وغواړي زمونږ د برخلیک لپاره فیصله وکړي مقاومت وکړي.
(last modified 2025-06-29T03:19:15+00:00 )
Jun 29, 2025 00:07 Asia/Kabul
  • د ایران ملت به د وینې تر اخري قطرې پورې مقاومت وکړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په ایکس پاڼه کښې په یوه پیغام کښې ولیکل: د ایران ملت به د وینې تر اخري قطرې پورې د هغه چا په مقابل کښې چې وغواړي زمونږ د برخلیک لپاره فیصله وکړي مقاومت وکړي.

عباس عراقچي په دغه پیغام کښې چې په انګریزۍ ژبې لیکل شوی دی وویل یوځل بیا د ایران خلکو خپل حیرانونکی قدرت او استقامت د دنیا خلکو ته ورښود.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل له وطن سره د مینې څپانده څپې چې واټونو ته راووتلې چې د بې ګناه ښځو او د ماشومانو په شمول  له پوځي قومندانانو ، ساینس پوهانو ، محققانو سره چې د بې رحمانه اسرائیل د بزدل رژیم په لاس وژل شوي وو احترام وکړي ټول یو روښانه پیغام لري.

عباس عراقچي وویل د اسرائیلو د ناتوانه او د کمزوري رژیم په اپوټه مونږ هیڅکله د خپلو شهید شویو کسانو شمیر نه پټوو او مونږ په شهیدانو ویاړ کوو ځکه چې هغوې زمونږ بیلګې دي.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي وویل ډاډمن وسئ د هر شهید شوي افسر یا ساینس لپاره سلګونو نور کسان شته چې د هغوې ځاې ډک کړي.