د هیواد د اسعاري زیرمو آزادول، د عزتمندانه ډیپلماسۍ یوه بریا ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137226-د_هیواد_د_اسعاري_زیرمو_آزادول_د_عزتمندانه_ډیپلماسۍ_یوه_بریا_ده
د اسلامي ایران ولسمشر ټینګار وکړ چې د هیواد د اسعاري زیرمو راخلاصوف د عزتمندانه ډیپلماسۍ د بریاؤ یوه نښه ده.
(last modified 2023-08-16T22:03:56+00:00 )
Aug 17, 2023 02:00 Asia/Kabul
  • د هیواد د اسعاري زیرمو آزادول، د عزتمندانه ډیپلماسۍ یوه بریا ده

د اسلامي ایران ولسمشر ټینګار وکړ چې د هیواد د اسعاري زیرمو راخلاصوف د عزتمندانه ډیپلماسۍ د بریاؤ یوه نښه ده.

د ایرنا د خبر له مخې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي پرون د خپلې کابینې په غونډه کښې وویل: د هیواد د اسعاري زیرمو د یوې برخې آزادول یو ارزښتناک،  د ویاړ وړ او د ملي ګټو د تامینولو په لړ کښې یو اقدام دی.

ولسمشر رئیسي زیاته کړه: نن سبا د دې سرچینو په هکله مهمه موضوع د هغو د لګولو موضوع ده چې حکومت به له تولید څخه په ملاتړ باندې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر ټینګار ته په پام سره هڅه وکړي چې دا ټولې سرچینې له تولید څخه د ملاتړ او د تولید د ودې په لړ کښې د اقتصادي توجیه لرونکو طرحو څخه په ملاتړ باندې ولګي.

د ایران ولسمشر همداشان په ۳۳ ورځني جنګ کښې د لبنان د حزب الله د جنګیالیو د کامیابۍ د کلیزې په لمانځلو سره هم، دغه بریا د مقاومت د ځواکونو د صبر او بصیرت نتیجه وبلله.