بریتانیا او امریکا لاسوهنې او کودتاګانې کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د ۱۳۳۲هجري لمریز کال د زمري د میاشتې د اتویشتمې نیټې د شرمونکي کودتا کلیزې ته په اشارې سره د هیوادونو په کورنیو چارو کښې لاسوهنې او د کودتاګانو منظمول د امریکا او د انګلستان سیاستونه وبلل.
د ۱۹۵۳ میلادي کال د اګست د میاشتې یعني د ۱۳۳۲ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې د اتویشتمې نیټې د امریکا او د انګلستان کودتا چې د ایران د هغه وخت د لومړي وزیر مصدق د قانوني حکومت د نسکوریدا سبب شوه د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته د ایران د سیاسي تاریخ د حساس پړاو یادونه کوي.
د ۱۳۳۲ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په شلمه نیټه د ایران د ظالم باچا د پوځ یوشمیر ځواکونو د امریکا او د انګلستان په ملګرتیا سره د محمد مصدق د حکومت په نسکورولو سره محمد رضا پهلوي چې خارج ته تښتیدلی و یوځل بیا باچاهۍ ته ورسوه.
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعانی وویل اویا کاله مخکې په ایران کښې یو ملي حکومت د انګلستان او د امریکا په ملاتړ وړ کودتا کښې نسکور شو.
هغه وویل د دیکتاتورانو ملاتړ، د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې لاسوهنې، د ازادي غواړو غورځنګونو ځپل او د کودتاګانو رامینځته کول د امریکا او د انګلستان د سیاستونو تکرار شوي عناصر دي.