د ایران سپاه پاسداران د امریکا جنګي بیړۍ ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137398-د_ایران_سپاه_پاسداران_د_امریکا_جنګي_بیړۍ_ته_خبرداری_ورکړ
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د قومندانانو او د چارواکو د څلرویشتمې سترې غونډې په پاې کښې د دغه ځواک لخوا په هرمز اوبلارې کښې د امریکا د هیلي کوپټر وړونکي جنګي بیړۍ نوي تصویرونه نندرې ته وړاندې شول.
(last modified 2023-08-21T02:59:43+00:00 )
Aug 21, 2023 04:08 Asia/Kabul
  • د ایران سپاه پاسداران د امریکا جنګي بیړۍ ته خبرداری ورکړ

ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د قومندانانو او د چارواکو د څلرویشتمې سترې غونډې په پاې کښې د دغه ځواک لخوا په هرمز اوبلارې کښې د امریکا د هیلي کوپټر وړونکي جنګي بیړۍ نوي تصویرونه نندرې ته وړاندې شول.

د ایران د اسلامي انقلاب د  سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان امیر البحر پاسدار علیرضا تنګسري وړمه شپه په هرمز اوبلارې کښې د امریکا د هیلي کوپټر وړونکي جنګي بیړۍ د څارنې د نویو عکسونو د خپریدا په هکله وویل له هیلي کوپټر وړونکي جنګي بیړۍ څخه د امریکا د هیلي کوپټرونو له الوت کولو وروسته د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د ذوالفقار یونټ په وخت باندې  خبردارې ورکولو سره د عمل ډګر ته ورننوت او د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د کشتیو په شتون سره امریکایان د جنګۍ پیړۍ په عرشې باندې د هیلي کوپټرونو  کینولو ته مجبوره شول.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک مشر علیرضا تنګسري د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د عسکرو اقتدار او صلابت ته په اشارې او په دې خبرې ټینګار سره چې اسلامي ایران او په فارس خلیج سیمه کښې ګاونډي هیوادونه په خپله د امنیت د ټینګولو قدرت لري او په سیمه کښې د پردیو ځواکونو د شتون ضرورت نشته وویل د امریکا د هیلي کوپټرونو په هوشمندۍ سره معلومول د سپاه پاسداران ځواک د استخباراتي اشراف په ډګر کښې په میدان کښې د قدرتمن شتون او د ګواښونو د څارلو او په تیره د سمندري ځواک لخوا له سیمې د ورهاخوا دښمنو هیوادونو د جنګي بیړیو د تګ راتګ د څارلو ښودنه کوي.