د هند له خارجه وزیر سره د عبداللهیان خبرې اترې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137566-د_هند_له_خارجه_وزیر_سره_د_عبداللهیان_خبرې_اترې
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د بریکس په ډله کې د تهران د غړیتوب په هکله د هندوستان له خارجه وزیر سره خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-08-24T09:31:33+00:00 )
Aug 24, 2023 13:57 Asia/Kabul
  • د هند له خارجه وزیر سره د عبداللهیان خبرې اترې

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د بریکس په ډله کې د تهران د غړیتوب په هکله د هندوستان له خارجه وزیر سره خبرې اترې وکړې.

د تسنیم له راپور سره سم، د ایران خارجه وزیر امیر عبداللیهان له خپل هندوستانی سیال یوبرانیان جایشانکر سره، په بریکس کې د ایران د غړیتوب تر څنګ د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د پراختیا په هکله خبرې وکړې.

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر همدارنګه په بریکس د ایران له غړیتوب څخه د هندوستان د ملاتړ ستاینه وکړه.

عبداللهیان همدارنګه د چین، جنوبي افریقا، برزیل او روسیې له خارجه وزیرانو سره هم د بریکس د غونډې په هکله خبرې اترې کړي دي.