ایران به زر د امریکا پرضد شکایت ثبت کړي
(last modified Sun, 03 Sep 2023 06:03:53 GMT )
Sep 03, 2023 10:33 Asia/Kabul
  • ایران به زر د امریکا پرضد شکایت ثبت کړي

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر حقوقي مرستیال محمد دهقان ټینګار وکړ: د شهید قاسم سلیماني د ټرور په جرم به د امریکا پرضد محکمې ته شکایت وکړو.

هغه په یوې ټیلي ويژني مرکې کښې وویل د ایران لپاره مهمه دوسیه د شهید قاسم سلماني دوسیه ده او په دې هکله مو د نړیوالو وکیلانو نظرونه ترلاسه کړي دي.

د ایران د ولسمشر د حقوقي چارو مرستیال محمد دهقان زیاته کړه په همدغه روانې سپتمبر میاشت کښې امریکا ته ضروري خبرداری ورکول کیږي او په شپږ میاشتې وخت کښې باید امریکا قضاوت ته وروبولو او که چیرې واشنګټن  خبره ونه منله نو د هیګ په نړیوالې محکمې کښې به خپل اعتراض ثبت کړو.

دهقان وویل د هیګ نړیوالې محکمې امریکا ته دوه کاله وخت ورکړی دی چې ایران ته تاوان ورکړي.

د ایران د ولسمشر حقوقي مرستیال محمد دهقان وویل بل مهم شکایت د بایکاټونو په زمینه کښې دی چې د دوستۍ د تړون پراساس د ایران پرضد د امریکا د بایکاټونو د اغیزونو کابو لس ټوکونه مو وړاندې کړي دي.

محمد دهقان وویل امریکا دوې میاشتې نور وخت لري چې خپله لایحه ثبت کړي.

هغه جوته کړه د ایران د شتمنیو د چورتالان کولو پرضد دوسیه د پخواني باچا په وخت د امریکا پرضد فعاله شوي ده.

 

ټیګونه