ایران او جنوبی کوریا د آسیا لوئې وچې دوه مهم لوبغاړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i138094-ایران_او_جنوبی_کوریا_د_آسیا_لوئې_وچې_دوه_مهم_لوبغاړي_دي
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر ایران او جنوبی کوریا د آسیا لوئې وچې دوه مهم لوبغاړي وبلل او د دواړو هیوادونو اړیکې ئې اړینې او مهمې وارزولې.
(last modified 2023-09-06T01:18:23+00:00 )
Sep 05, 2023 13:43 Asia/Kabul
  • ایران او جنوبی کوریا د آسیا لوئې وچې دوه مهم لوبغاړي دي

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر ایران او جنوبی کوریا د آسیا لوئې وچې دوه مهم لوبغاړي وبلل او د دواړو هیوادونو اړیکې ئې اړینې او مهمې وارزولې.

ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ،د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  د جنوبی کوریا له خارجه وزیر پاکرک چین سره په ټیلیفوني  خبرو کې ایشیابراعظم د ایران د حکومت د بهرني سیاس د لومړیتوبونو برخه  وبلله  او په دې خبرې په ټينګار سره چې  اوسنۍ پيړۍ  له آسیا لوئې وچې سره اړه لري، ، دجنوبی کوریا له بانکونوڅخه ئې د ایران د شتمنیو د منتقلیدا پر حل ټينګار وکړ او وې وئيل،د ایران اسلامی جمهوریت د هر هغه نوښت چې د دواړو هیوادونو د مناسباتو له لوړتیا سره مرسته وکړي ،هرکلی کوي.هغه همداراز په ځینو نړیوالو موضوعګانو په اړه د جنوبی کوریا دریځونو ته  اشاراې سره ، په نړیوالو ټولنو کې  په سیمې کې د دواړو هیوادونو دملګرتیاؤ د  لوړتیا په باب خپل چمتووالی هم اعلان کړ.

دجنوبی کوریا خارجه  وزیر پارک جین هم  په دغو ټیلیفوني خبرو کې له جنوبی کوریا د الیران د  وولس  اړونده مالی سرچینو دمنتقلیدا په باب په ترسره شوي موافقې د خوښۍ په ښودلو سره ، دا د ایران د ملت او حکومت په باب د جنوبی کوریا  دحکومت دعملي ژمنتیا او  ددغې موضو ع د حل لپاره  ددواړو لورو  دهڅې  د اهمیّت  نښه وبلله . هغه همداراز ددواړو هیوادونو په اړیکو کې وروستي بدلونونه مثبت او معنا لرونکي وبلل او په لویدیځي آ سیا سیمې کې د سولې اوثبات   د پياوړتیا لپاره د ایران له اسلامی جمهوریت سره د ملګرتیا او له دغه هیواد سره د دوواړخیزو اړیکو  دپیاوړتیا لپاره د جنوبی کوریا بشپړ چمتووالی هم اعلان کړ.