د ایران قم ښار ته ګڼ شمیر زیارتوال ورغلي دي
Sep 06, 2023 13:29 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د تهران په جنوب کښې د قم سپیڅلی ښار د حسیني اربعین په ورځ په ویر او ماتم کښې ډوب دی او د حضرت معصومه سلام الله علیها د سپیڅلي حرم ګاونډیان او نور زیارتوال د حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه د وفاداره ملګرو د شهادت د اربعین په مناسبت د ماتم په مراسمو کښې په ګډون کولو سره اوښکې تویوي.
د ایران قم ښار د حضرت بي بي محصومه سلام الله علیها د سپیڅلي حرم او د جمکران د مقدس جومات په دلیل نن سبا کربلا معلی ته د تلو او د راتلو په لاره کښې د حسیني اربعین د ایراني او د خارجي زیارتوالو کوربه دی او د نویو شمیرنو پراساس څه د پاسه اولس لکه خلک قم ښار ته ورغلي دي او کابو دوه لکه کسان یې چې زیات پکښې د خارجي هیوادونو ښاریز دي د قم ولایت د اربعین د ولسي کیمپ په مواکبونو کښې دیره شوي دي.