که چیرې استقامت وکړئ نو بریالي به شئ
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د حسیني اربعین په مناسبت د محصیلینو د ماتم په دستورو کښې ټینګار وکړ: که چیرې استقامت مو وکړ نو څوکې به فتح کړئ.
له حسیني اربعین سره په یووخت نن سهار د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي او د ګڼ شمیر محصیلینو په شتون سره د ماتم مراسم ترسره شول.
د ماتم په دغو دستورو کښې د حضرت ابا عبدالله الحسین علیه السلام او د هغه د وفاداره ملګرو په ویر کښې مرثیې ولوستل شوې او د اربعین زیارت هم ولوستل شو.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په خپلې وینا کښې د ماتم هره یوه غونډه او په امام حسین علیه السلام باندې توسل د معنویت له نه ختمیدونکي رڼا سره ارتباط او د اتصال زمینه او لاره پرانیستونکي او حسیني ځلانده ډیوه وبلله او ټینګار یې وکړ تر ټولو مهمه موضوع له صراط مستقیم یعنې نیغ په نیغه لارې سره د ارتباط او د اتصال ساتل دي او دغه چاره ارادې او استقامت ته ضرورت لري.
هغه حضرت جوته کړه که چیرې استقامت وکړئ نو څوکې به فتح کړئ او د خدای د دین د حاکمیت څوکې او د حق او د عدل واکمنۍ ته به ورسیږئ.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود په دې خبرې باندې ټینګار سره چې ځوانان د هیلې سرچینه دي د عراق له نجف تر کربلا ښار او دغه راز د هیواد په نورو ښارونو کښې د اربعین په لاریون کښې د خلکو په تیره بیا د ځوانانو له ولولې ډک شتون ته اشاره وکړه او ځوانانو ته خطاب کښې یې وویل هماغه ډول چې د اربعین د لاریون په لاره کښې مو په استحکام سره حرکت وکړ د توحید د واکمنۍ په لاره کښې هم مستحکم او له ارادې سره یوځاې شئ او تل حسیني ژوند وکړئ او حسیني پاتې شئ.