ایران د اروپا د هر ډول نوښت هرکلی کوي
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي چارو مرستیال علي باقري کني د فارس خلیج په چارو کښې د اروپايي اتحادیې له ځانګړي استازي «لوئیجي ډي مایو» سره په کتنه کښې ټینګار وکړ ایران د تعامل او د ملګرتیا د نویو دریڅو د پرانیستلو لپاره د اروپايي لوري د هر ډول نوښت هرکلی کوي.
د ایران د خارجه وزارت د سیاسي چارو مرستیال علي باقري کني د فارس خلیج په چارو کښې د اروپايي اتحادیې له ځانګړي استازي «لوئیجي ډي مایو» او ورسره پلاوي سره په کتنه کښې د ایران او د اروپايي اتحادیې ترمینځ د ملګرتیا په پراخو زمینو باندې ټینګار سره وویل د ایران دیارلسم حکومت په خپل بهرني سیاست کښې د سټراټيژۍ تنوع لري.
د فارس خلیج په چارو کښې د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي لوئیجي ډي مایو هم په دغه کتنه کښې په نړیوالو او سیمه ئیزو معادلاتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د اغیز شیندونکي او د مهم رول په ګوته کولو او د اروپايي اتحادیې د ځانګړي استازي په توګه د خپل ماموریت او د دندو د اړخونو په بیانولو سره د ایران له اسلامي جمهوریت سره د خبرو او د تعامل د لارې له پرانیستلو څخه د اروپايي اتحادیې د ټولو غړیو هیوادونو په ملاتړ ټینګار وکړ.