دښمن ماتې خوړلې ده
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ځواک قوماندان د دې په بیان سره چې دښمن تجربه لرونکی او میدان لیدلی دی څرګنده کړه: دښمن ماتې خوړلې خو شاتګ یې نه دی کړی او غلی شوی نه دی.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د ځواک قوماندان جنرال حسین سلامي وویل، دښمن د ایران له اسلامي جمهوریت سره خپلې ټولې اړیکې د جنګ په توګه تعریف کړي او ټول ډګرونه، صحنې او میدانونه یې د جګړې په ډګرونو بدل کړي دي.
سترجنرال سلامي په دې خبرې سره چې دایران داسلامي انقلاب د معظم رهبر او امام په هوښیارانه لارښونې سره، د سختو او پوځي مبارزو په ډګر کې دښمنانو ته ماتې ورکړې ده زیاته کړه، داسلامي انقلاب ترټولو حیرانوونکې ځانګړنه دا ده کله چې ایران له یوه ځواکمن دښمن سره مخ شو، قدرت یې جوړ کړ او بریالی شو.
په ایران کې د دښمنانو د لاسوهنې تاریخ ته کتنه ښیې چې د ایران په کورنیو چارو کې د لوېدیځو هېوادونو د لاسوهنې د هڅو اوج ته رسېدل د اسلامې انقلاب له بریالیتوب وروسته رامنځته شول .
د دغو مداخلو پروسه په مختلفو موډلونو کې طرحه شوې ده، چې پکې جاسوسي، د مخالفو کسانو د روزنې له لارې د رهبرۍ وده، ادراکي جګړې، اقتصادي فشارونه، مستقیم پوځي برید، د ترهګریزو عملیاتو تنظیمول، د خبرو اترو او نړیوالو بنسټونو له لارې سیاسي او ډیپلوماټیکو فشارونو ته اشاره وکړو. د دغو ټولو اقداماتو اصلي هدف، د ایران د ولس د انقلاب ماتول او د اسلامي جمهوریت په چلند کې نفوذ کول وو.