د ایران په لویدیځ کښې یوه ترهګره ډلګۍ له مینځه وړل شوې
د کردستان ولایت د سپاهِ بیت المقدس قومندان په دغه ولایت کښې په ترهګرو ډلګیو پورې د پيئلو ۱۲ کسانو د نیول کیدو خبر ورکړ.
د کردستان ولایت د سپاهِ بیت المقدس قومندان په دغه ولایت کښې په ترهګرو ډلګیو پورې د پيئلو ۱۲ کسانو د نیول کیدو خبر ورکړ.
جنرال«امانا... گشتاسبی» تسنیم خبري آژانس ته په مرکه کښې په کردستان کښې په ترهګرو ډلګیو پورې د اړونده کسانو د نیول کیدو خبر ورکړ او ویې ویل: د خالي په سهار په مریوان کښې په انقلاب ضده ټیم پورې اړونده دوه کسان معلوم شوي او ونیوې شول.
هغه زیاته کړه چې د کردستان ولایت په مرکز سنندج ښار کښې هم په ترهګرو ډلګیو پورې اړونده ۷ کسان په دغه ولایت کښې د سپاه د اطلاعاتو په څانګه کښې د امنیتي ځواکونو په اقداماتو سره پیژندل شوي او ونیوې شول.
د سپاهِ بیت المقدس دغه قومندان همداشان په دې خبرې سره چې درې تنه انقلاب ضده عوامل په دیوان دره کښې نیول شوي دي وویل: د امنیتي ځواکونو په اطلاعاتي اشراف سره، په کردستان ولایت کښې په انقلاب ضده ترهګرو ډلګیو پورې پیئلي ۱۲ کسان نیول شوي دي.