Sep 20, 2023 06:12 Asia/Kabul
  • ولسمشر رئیسي د ایران او پاکستان د اړیکو د پراختیا په لاره کې د شته خنډونو پر لېرې کولو ټینګار وکړ

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د نویو پلانونو او طریقو په کارولو سره، د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په لاره کې د شته خنډونو د لېرې کولو لپاره د ایران او پاکستان د چارواکو د هلو ځلو پر چټکتیا ټینګار وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې؛ سید ابراهیم رئیسي د پاکستان له لومړي وزیر ښاغلي انوارالحق کاکړ سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو کچه د شته ظرفیتونو په پام کې نیولو سره، ناکاره وبلله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا په لاره کې د شته خنډونو پر لېرې کولو او له پلانونو څخه او په نوښتيزو لارو چارو په ګټې اخيستنې سره، د ایراني او پاکستاني چارواکو د هڅو د چټکتیا پر ضرورت یې ټینګار وکړ.

رئیسي هم په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ګډ سرحد د یو فرصت په توګه یاد کړ او وویل: د ایران له نظره له ګاونډي هېواد پاکستان سره پوله، د تجارتي تبادلو او د سرحدي سیمو د پراختیا لپاره یو فرصت دی.

په دغه کتنه کې د پاکستان لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د ایران او پاکستان د پراخو ظرفیتونو په شتون سره سره، د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د کموالي له امله خواشیني څرګنده کړه او د ملګرتیاوو د کچې د ښه کولو لپاره یې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د سوداګریزو راکړو ورکړو د پراختیا او د نویو ټرانسپورټي لارو د جوړولو له لارې خبر ورکړ.

هغه د پاکستان په بهرني سیاست کې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي مقام ته په اشارې سره، د دواړو هېوادونو د سرحدونو د امنیت د ساتلو پر ضرورت په ټینګار سره وویل: د ایران خلک باید له پاکستان سره په ګاونډ کې د امنیت او هوساینې احساس وکړي.

په دغه کتنه کې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر همدارنګه په سیمه کې د انرژۍ د انتقال په برخه کې د ملګرتیاوو د زیاتولو پر لارو چارو خبرې اترې وکړې.

ټیګونه