جګړه د ایران په پوځي اصولو کې ځای نه لري
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: جنګ د ایران په پوځی اصولو کې هېڅ ځای نه لري، خو په دفاعي چلند سره د پوځي چمتووالي ساتل یوه ثابته تګلاره ده.
د ایران پرس خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي زیاته کړه: اسلامي جمهوریت د حکومتولۍ د معنویت او ولسواکۍ یوه بېلګه ده چې د سیمې خلک په دې پوهیدلای شي هغه څه چې دښمن شاتګ ته اړ باسي، تسلیمېدل، شاتګ او تزلزل نه دی، بلکه مقاومت او درېدل دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: د بهرنیو وسله والو ځواکونو په خلاف چې شتون یې ستونزې او بحرانونه رامنځته کوي، په سیمه او په فارس خلیج کې د ایراني ځواکونو شتون د امنیت یو عامل دی.
رئیسي ټینګار وکړ: د وسله والو ځواکونو واک او د ملت ملاتړ دښمنان دې ته اړ کړي، چې د پوځي یرغل په اړه خبرې ونه کړي او دغه برخه د هغوی له ادبیاتو څخه لېرې شوې ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر څرګنده کړه: د ایران د منزوي کولو لپاره د دښمن پلانونه ناکامه شوي دي او د وسله والو ځواکونو او خلکو په ملاتړ او موقف سره د ملت د مایوسولو لپاره د دښمن پلانونه هم ناکام شوي دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر هم په دې خبرې سره چې له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو عادي کول د سیمې د هېوادونو امنیت نه رامنځته کوي، وویل، ملتونه له صهیونیسټي رژیم څخه کرکه لري او له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو عادي کول د فلسطین ملت او د مقاومت محور ته د خنجر ګوزار دی.
نن جمعه د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر ۲۲مه د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد د عراق د بعث رژیم لخوا د تپل شوې جګړې د پیل له کلیزې سره برابره ده.