د ایران او عربستان خارجه وزیرانو کتنه او خبرې اترې وکړې
دا د تهران او ریاض د اړیکو له سره پیلیدا راهیسې د ایران او عربستان د خارجه وزیرانو څلورمه کتنه ده .
د ایرنا له راپور سره سم د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی امیر عبداللهیان په نیویارک کې د ملګروملتو د عمومی اسمبلۍ د غونډې په ترڅ کې له خپل سعودی همڅنګ فیصل بن فرحان سره کتنه او د دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا په اړه د نظر تبادله وکړه .
دا د تهران او ریاض د اړیکو له سره پیلیدا راهیسې د ایران او عربستان د خارجه وزیرانو څلورمه کتنه ده .
د اسلامی ایران خارجه وزیر له دی مخکي د روسیې او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو او د سوریې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازی ګیرپدرسون سره په نیویورک د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ترڅ کې د سوریې د حالاتو په هکله د استانې د غونډې په چوکاټ کې له یو بل سره سلامشورې وکړې.
د ایران خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان په دغه غونډه کې وویل: په سوریه کې لاهم انساني حالات ښه نه دی، د لوېدیځوالو بندیزونه او د سوریې د تېلو چور او تالان د دې انساني بحران تر ټولو ستر لامل دی.
عبداللهیان د دې په بیانولو چي د سوریې د بیارغونې مساله باید د سیاسي فشارونو اړم نه شي، وویل: د سوریې د کډوالو د ستونزو هوارېدا لپاره باید په دغه هیواد کې د اوبو رسونې، برق او خدماتو په زمینه کې کار وشي.
هغه یادونه وکړه چي د امریکا او د اروپایي هیوادونو یو اړخیز بندیزونه، د بشردوستانه او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي او د سوریې له ولس سره د مرستو په مخ کې خنډ ګرځېدلي دي.