له امریکا سره د بندیزونو دختمونکوخبرو ګونګوسې رسندوئي پروپيګنډې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i139088-له_امریکا_سره_د_بندیزونو_دختمونکوخبرو_ګونګوسې_رسندوئي_پروپيګنډې_دي
د ایران خارجه وزارت دبندیزونو د ختمولو د بهیر په باب د یوې سیمه ایزې رسندوئې  خپرې شوي ادعا ته غبرګون وښود او دا ادعا ئې رسیندوئي پروپيګنډه وبلله .
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Sep 27, 2023 01:19 Asia/Kabul
  • له امریکا سره د بندیزونو دختمونکوخبرو ګونګوسې رسندوئي پروپيګنډې دي

د ایران خارجه وزارت دبندیزونو د ختمولو د بهیر په باب د یوې سیمه ایزې رسندوئې  خپرې شوي ادعا ته غبرګون وښود او دا ادعا ئې رسیندوئي پروپيګنډه وبلله .

العالم خبری چینل  راپور ورکړ، دایران د  اسلامی جمهوریت  دخارجه وزارت دعمومی اړیکو د فتر د یوې خبرتیا په خپرولو سره  د بندیزونو دختمونکو  خبرواترو دبهیر په باب د یوې رسندوئې  له خوا  خپرې شوي ادعا په غبرګون کې ووئيل، دغه ډول رسندوئې لوبې او خبر جوړول  چې معمولا  د سیاسی فضا جوړونې لپاره ترسره کیږي، هیڅ اعتبار نه لري.

یوې سیمه ایزې رسندوئې پرون  ادعا کړې ده چې  ایران نیّت لري، په نزدې راتلونکي کې دبندیزونو دختمونکو خبرواترو  سره په اترباط په عمان کې له امریکا سره مستقیمې  خبرې وکړي، او په دې ارتباط  د ایران  دلوړپوړو  چارواکو له خوا  لازم مجوزونه  صادر شوي دي.

داپه داسې حال کې دي چې د ایران  خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان   ددې خبرې په کولو سره چې    دعمان له خارجه وزیر بدرالبو سعیدي سره  په خبرواترو :ې د بندیزونو دختمونکو  خبرواترو ترټولو وروستۍ وضعیّت ارزول شوی دی ووئیل  هر هغه نوښت او طرحه چې  د ایران د ملت ګټې په ښه ډول تامین کړي او د هیواد سرې کرښې رعایت کړي ، او نتیجه ئې د بندیزونو   لغوه کول او خپلو ژمنو ته د ټولو  لورو ستنیدل وي، طبعا  د ایران په  توجهاتو کې ځاي لري.