د ایران او د عربستان اړیکو نوي هیله رامینځته کړه
(last modified Sun, 01 Oct 2023 07:44:13 GMT )
Oct 01, 2023 12:14 Asia/Kabul
  • د ایران او د عربستان اړیکو نوي هیله رامینځته کړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د ټولنې مشر «حجت الاسلام محمد شهریاري» د ایران او د عربستان د اړیکو ټینګول د اسلامي هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا او د دوستۍ په لور تر ټولو مهم بدلون وباله کوم چې د اسلامي نړۍ په ویښو زړونو کښې د هیلې د رڼا سبب شول.

هغه نن په تهران کښې د اسلامي وحدت د اوه دیرشم نړیوال کانفرنس د پیلیدا په مراسمو کښې وویل د ایران او د سعودي عربستان د ډيپلوماټیکو اړیکو له سره پیلیدل په سیمه کښې د پایداره صلحې او د دوامداره ملګرتیا زیری ورکونکی دی.

د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د ټولنې مشر حجت الاسلام حمید شهریاري په دوام کښې وویل د اسلامي وحدت اوه دیرشم نړیوال کانفرنس ګډو ارزښتونو ته د رسیدا لپاره د اسلامي ملګرتیا په موضوع سره په داسې حال کښې پیل شوی چې اسلامي دنیا له تیرو کلونو راهسې له ژورو او پراخو بدلونونو سره مخامخ ده.

شهریاري ټینګار وکړ د روسیې او د چین په شمول د  اسلامي هیوادونو له هم تړونه هیوادونو سره ملګرتیا پراخول سیاسي او اقتصادي اړیکې تضمینوي او اسلامي نړۍ به اقتصادي او د کلتوري مبادلاتو په دهلیز بدل کړي.