Oct 03, 2023 07:29 Asia/Kabul
  • ایراني بایسکل ځغلوونکی په افغانستان کې د ولسونو ترمنځ د دوستۍ پیغام رسوي

ایراني بایسکل ځغلوونکی چې د نړۍ د ملتونو ترمنځ د دوستۍ او نژدیوالي د رامنځ ته کولو په هدف ګرځي، دا ځل افغانستان ته سفر کړی دی.

زموږ د خبریال د خبر له مخې؛ له آمل ښار څخه درې شپېته کلن رحمت الله آزاد چې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو ته یې سفرونه کړی دی، دا ځل د یووالي له اونۍ سره سم، افغانستان او د دغه هېواد پلازمینې کابل ته سفر کړی دی، ښاغلی آزاد د نړۍ د ملتونو تر منځ د سولې او دوستۍ د پیغام رسوونکی دی.

دغه ایراني بایسکل ځغلوونکی د افغانستان هرات ښار ته د دوغارون له پولې ننوتلی او له هغه ځایه کابل ته رسېدلی دی.

رحمت الله آزاد له صدا او سیما خبري آژانس سره په خبرو کې ځان د "سولې د پیغام رسوونکی او د ملتونو تر منځ د دوستۍ او نږدېوالي پیغام وړونکی" او "ایران ته د افغان ملت د دوستۍ د پیغام ورکوونکی" معرفي کړ. "

ښاغلي آزاد په تېرو شلو کلونو کې څو ځله د ایران، افغانستان او پاکستان پر لارو سفر کړی دی.

د یووالي اونۍ چې د ایران د اسلامي جمهوریت په نوښت هر کال د ربیع الاول له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۷مې نیټې پورې چې د شیعه او سني روایتونو له مخې، د حضرت محمد مصطفی (ص) د زوکړې ورځ ده، په اسلامي هېوادونو کې ترسره کېږي.

ټیګونه