په کرمان ولایت کښې د داعش ډلې ۷ غړي ونیول شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i139408-په_کرمان_ولایت_کښې_د_داعش_ډلې_۷_غړي_ونیول_شول
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران په جنوب کښې د کرمان ولایت د عمومي او انقلاب څارنوال« مهدي بخشي» وویل د امنیتي ځواکونو له هڅې وروسته په کرمان ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې یوه ډله وپيژندل شوه او اوه غړي یې ونیول شول.
(last modified 2023-10-03T04:34:11+00:00 )
Oct 03, 2023 08:51 Asia/Kabul
  • په کرمان ولایت کښې د داعش ډلې ۷ غړي ونیول شول

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران په جنوب کښې د کرمان ولایت د عمومي او انقلاب څارنوال« مهدي بخشي» وویل د امنیتي ځواکونو له هڅې وروسته په کرمان ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې یوه ډله وپيژندل شوه او اوه غړي یې ونیول شول.

هغه وویل په دغو عملیات کښې چې د داعش ترهګرې ډلې یوشمیر غړي چې د عملیاتي اقدام او په ایران کښې د ناامنۍ رامینځته کولو لپاره چمتو وو وپیژندل شول او ونیول شول.

مهدي بخشي وویل دغه ټروریسټان په ایران کښې د ماموریت د ترسره کولو او د ترهګرو حملو د اجرا کولو په انتظار و چې د ایران د امنیتي ادارو او د استخباراتي ادارې په لومه کښې ښکیل شول او ونیول شول.

د ایران د کرمان د عمومي او د انقلاب څارنوال مهدي بخشي وویل د دښمنو هیوادونو جاسوسۍ ادارو په تیرو میاشتو کښې په څو پړاونو کښې نیت درلود د بلواو په رامینځته کولو کښې د ناکامه کیدا په بڼه کښې د تکفیري عناصرو له ظرفیت څخه په ګټه پورته کولو سره د ایران دننه ناامنۍ رامینځته کړي خو د ایران د امنیتي ادارو په  موقع هوښیارۍ او اقدام سره دغه دسیسې شنډې شوې.