ویاړمنې مېرمنې ۱۴
د ویاړمنې مېرمنو په ننۍ خپرونه کې به د صنعت او د کرهڼې په ډګر کې له یوې فعالې ښځې مېرمن (مرضیه سنوئي محصل) سرخ معرفي شو.
د میرمن مرضیه سنوئی محصل حیرانوونکې لاسته راوړنې کولایشي په تاسو کې هم د هلو ځلو هیله رامینځ ته کړي.
مونږ ټوله انسانان تل د بریا په لټه کې یو، لیکن دا چي له کومې لارې بریا ته ځان ورسوو او په کومه کچه بریالی شو دا هم ډېره مهمه خبره ده، له شکه پرته ټولو ته د بریا لپاره حالات یو شانته نه وي، همدارنګه د خلګو د بریا کچه کې هم توپیر وي، خو تر هر څه مخکې د ټاکل شوی هدف سموالی او د هغه د پلې کولو وړتیا مهمه ده، څو هلې ځلې مو په بریا باندې بدله شي، په ایران کې ښځو په خپلو دوامدارو هڅو کې بې سارې بریاوې تر لاسه کړي دي او په خپلو لویو لاسته راوړنو سره، ایران ته یې په ټوله نړۍ کې ویاړ وربخښلی دی. داسي یوه همت چي په وسیله یې ښځو د مورولی او مېرمنتوب د درانه مسئولیتونو تر څنګ د لویو کارونو په تر سره کولو بریالي شوي دي، او ټولنې ته یې مهم خدمات وړاندې کړي دي. چي دا د ستاینې او قدرونې وړ خبره ده.
اوس به آغلې مرضیه سنوئي محصل درته معرفي کړو.
هغې په ۱۳۲۷ لمریز کال کې پیدا شوې ده، د کیمیاوي موادو اینجینره ده او د درملیزو بوټو د محصولاتو د شرکت مدیر یت کوي، همدارنګه د استعمال کوونکو له حقوقو د ملاتړ د ټولنې او د رضوی خراسان د ښځینه و سوداګرو د مرکز د مدیرانو د پلاوی غړیتوب لري او د دې ولایت د صادروونکو د اتحادیې او د ایران د درملیزو بوټو د درملو د تولیدوونکو د ټولنې غړې هم ده.
دې نه ماسېوا د هیواد د غوره روزګار رامینځته کوونکې، د صنعت په ډګر کې د کال د غورې مېرمنې او د رضوي خراسان د کړهنیز جهاد د وتلې څېرې په توګه ټاکل کېدا د مېرمن سنوئي محصل له نورو افتخاراتو څخه بلل کیږي.
هغه وایي چي ټول ژوند یې په بوټو کې تېر کړی دی او د درملیزو بوټو په کارولو سره یې ځان له زیاتو امراضو نه ژغورلې ده. هغه څه چي په آغلې سنوئي محصل کې د درملیزو بوټو سره ګروهنه رامینځ ته کړه، د هغوی کور او کلي وه، ځکه چي په کښې زیاتې ونې، د اوبو ویالې او ډول ډول سبزیانې موجودې وې. آغلي محصل په داسي یوه چاپېریال کې لویه شوې وه، هغې وتوانېده چي درملیزو بوټو څخه ډول ډول محصولات تولید کړي او په دې زمینه کې یې زیاتې لاسته راوړنې تر لاسه کړې.
د هرې یوې نوې نظریې د بریالیتوب لپاره ډول ډول لارې چارې موجودې دي، همدومره بس دی چي خپل په شاوخوا باندې تمرکز وکړو او موجود فرصتونه وپېژنو، خو فرصتونه همېشه روښانه او څرګنده نه دي، کله ناکله فرصتونه د ستونزو، سختیو، ناکامیو او بدبختیو په چوکاټ کې ځانونه څرګندوي، خو په خپل ژوند باندې په تمرکز سره کولایشو له خپلې خوښې سره سم، کاري فرصتونه پیدا کړو او له هغوی څخه د ودې او بریا په لړ کې کار واخلو.
مرضیه سنوئي محصل له دې مخکې چي لاسته راوړنې تر لاسه کړي او خپل شرکت پرانیزي، کلونه کلونه یې زیار ګاللی او تجروبه یې تر لاسه کړې ده چي د همدغو تجروبو په کارولو سره یې خپلې نظریې پلي کړي او بلاخره یې خپل محصولات تولید کړي دي، هغې په دې اړه وایي: ماسره پیسې نه وې، لیکن د قدرت احساس مې درلوده، زما قدرت زما تجروبه او پوهه وه، طبیعت سره زما مینه، له ماشومتوبه ماسره وه، د خراسان په یوه جنوبي ولسوالۍ کې پیدا شوې یمه، په داسي یو کور کې لویه شوې یمه چي ونې او د اوبو ویاله پکښې وه، پلار مې ډاکټر وو او تل یې هڅه کاوه چي د خپلو ناروغان و علاج په درملیزو بوټو سره وکړي، له ماشومتوبه مې له طبیعت او درملیزو بوټو سره مینه لرل، د کیمیا په رشته کې مې لیسانس تر لاسه کړه، له طبیعت سره د مینې په چوکاټ کې مې د درملیزو بوټو په واسطه د درملو تولید ته مې مخه کړه.
دغې تجروبه ناکې مېرمنې په مختلفو کارخانو کې د کار تر څنګ ۱۵ کاله یې روزنیز او ښوونیز فعالیتونه هم تر سره کړي دي، خو له ۱۵ کلونو استازۍ وروسته یې، په رضوي خراسان کې خپل شرکت رامینځ ته کړ او ورو ورو یې خپلې نظریې پلې کړې تر دې چي اوس د درملیزو بوټو په زمینه کې له خورا بریالي او پرمختللې تولیدوونکو شرکتونو په ټولګه کې راځي.
آغلې محصل د خپل کاري فعالیتونو د پیلېدو په هکله داسي وایي: په ۱۳۶۷ لمریز کال کې مې په یوه کارخانه کې چي له بوټو یې خوراکي اسانسونه تولیدول په کار باندې لګیا شوم، په دې زمینه کې مې پوهه ډېره کمه وه، خو په تهران او مشهد کې له پوهنتونونو او ازمایښتونونو سره او همدارنګه په بهر کې له لابراتوارونو او په تهران کې د صنعت د څېړنتون سره د اړیکو له لارې د اسانسونو په هکله مې پوره معلومات تر لاسه کړه، لومړی مې خپل کار له دریو کارګرو سره چي دوې تنې یې زما خپلې لوڼې وې پیل کړ، خو ورو ورو مې کار زیات شو او د کارګرو شمېر مې ۳۷ کسانو ته ورسېده، بیا مې لویه کارخانه رامینځ ته کړه، که څه هم له زیاتو ستونزو سره مخامخ شوم لکین ناهیلې نه شومه او خپلې هڅې جارې وساتلې. مېرمنو ته ستونزې زیاتې دي، لکین سختۍ مو وګاللې او ستومانه، نه شولو. زه د ښځو په وړتیاو باور لرم، په دې خاطر زمونږ په کارخانه کې اکثره مسلکي کارکوونکې ښځې دې، منجمله زما دوې لوڼې. زما لوڼې هم وده وکړل، اوس یوه یې د کمېرشیال یا بازار موندنې مدیره ده او د شرکت مالي چارې سمبالوي او بله یې بیا زما مرستیاله ده او د مدیریت او څارنې په شمول د کارخانې ټولې چارې په مخ بیایي. د دوی په شتون مې زړه ډآډمنه شوې ده.
هغې دې ته هم اشاره کوي چي د کرونا په حالاتو کې چي خلګو له کورونو څخه نه وتل، لوڼې یې د کارخانې ټولې چارې مخته بېولې، او ده سره کومه اندېښنه نه وه. هغې زیاتوي: زمونږ نیروګانې په رېښتنولۍ سره کار کوي او مونږ سره پاتې دي. مونږ خپل هیڅ یو کارګر نه باسو، ځکه چي د هغوی د ګمارلو پر مهال زیاته څېړنه او ګرویژنه کوو، هغوی ته روزنه ورکوو، انشورنس ورکوو او بیا یې نو له ځان سره ساتو او د لاسه یې نه ورکوو.
ښځه د متعال خدای د بې سارې خلقت یا پنځون یوه برخه ده چي د نارینه و په څېر باید د لوړاوی او کمال لاره ووهي. د اسلام لیدلوری دا دی چي مېرمنې په سالمو بشري ټولنو کې له وړتیا څخه برخمنې دي او باید ورته د کار زمینه برابره وي، څو د ټولنې د عملي او ټولنیزو پرمختګونو او بیارغونیزو چارو کې خپل مسئولیت پوره کړي، په دې زمینه کې د ښځو او د نارینه و تر مینځ هیڅ توپیر شتون نه لري. د هر یو انسان له پنځون څخه هدف کمال دی، هغه که نارینه وي او که یا ښځه وي، یعني له فضلیتونو څخه برخمنتیا او وده، چي ټول انسانان باید په دې لړ کې هڅانده ووسي.
اوس په اسلامي ایران کې مېرمنې وښودلې چي د خپل هیواد د پرمختګ لپاره له زیاتو صلاحیتونو او وړتیاو څخه برخمن دي، هغوی په پوهې او خپلو وړتیاو باندې په تکیې سره، په مدیریتي ډګرونو کې کارنده رول لوبوي.
مرضیه سنوئي چي اوس ۷۴ کلنه شوې ده د خپلو هلو ځلو ثمره ګوري، او د ټولنې د سلامتیا په لړ کې د درملیزو بوټو د معرفي کولو او تولید په زمینه کې هڅه کوي. په دې زمینه کې یې لوڼې هم ورسره همکاري کوي، هغوی د زعفرانو او د نورو بوټو د خرڅلاو پر ځای اوس له هغوی څخه نور محصولات تولیدوي، داسي محصولات چي د نړۍ په کچه اوس یوازې په ایران کې تولیدیږي.