د فلسطین د ولس بریا یوه الهی وعده ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i139654-د_فلسطین_د_ولس_بریا_یوه_الهی_وعده_ده
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د فلسطین د اسلامي جهاد د غورځنګ له سرمنشي سره په تماس کې د صهیونیستانو په وړاندې د فلسطین بریا یوه الهي وعده وباله.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Oct 09, 2023 03:59 Asia/Kabul
  • د فلسطین د ولس بریا یوه الهی وعده ده

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د فلسطین د اسلامي جهاد د غورځنګ له سرمنشي سره په تماس کې د صهیونیستانو په وړاندې د فلسطین بریا یوه الهي وعده وباله.

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د فلسطین د اسلامي جهاد د غورځنګ له سرمنشي زیاد النخاله سره په تماس کې د فلسطیني مجاهدینو د بریالي عملیات په خاطر د مبارکی په ورکولو سره وویل: هغه څه چي د صهیونیستانو په وړاندې روان دی په تیرو ۷۰ کلونو کې یوه بې سارې پېښه ده او دغه عملیات له شکه پرته د اسلامي امت د خوشحاله کېدو لامل دی.

هغه د دې په بیانولو چي صهیونیست رژیم د نسکورتیا په لور درومي او د مقاومت جبهه بریالی کیږي، جوته کړه: د فلسطین د ولس بریا یوه الهی وعده ده او د ایران ولس تل د نړۍ د ازادغواړو ولسونو او د هغوی په سر کې د فلسطین ملاتړ کوي.

زیاد النخاله هم له فلسطین څخه د ایران د رهبری، حکومت او ولس له پراخ ملاتړ څخه قدرونه وکړه او د حالاتو په هکله د معلوماتو په ورکولو سره، وویل چي د اسرائیل په نیواکګر رژیم باندې عملیات په پوره کامیابی سره روان دی او فلسطیني ولس به خپله حوصله د لاسه ور نه کړي.