د ایران ولسمشر:
د فلسطین د ولس کلکه اراده په صهیونیستانود بریا زیری کوی
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د حماس د غورځنګ د سیاسي دفتر له مشر سره په تماس کې وویل: د فلسطین د ولس او د الهی مجاهدینو کلکه اراده په صهیونیستانو د بریا زیری ورکوي.
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د تل ابیب، اشدود او عسقلان په شمول په نیواکې فلسطین باندې پراخ عملیات پیل کړی چي په ترڅ کې په سلګونه صهیونیستانو ته مرګژوبله اوښتې ده او د جګپورو فوځیانو په شمول په لسګونه صهیونیستان اسیران شوي دي.
د ایران ولسشمر سید ابراهیم رئیسي د حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په تماس کې وویل: هغه څه چي د فلسطیني مجاهدینو په کامیابه عملیات کې روان دی د فلسطیني ولس او د اسلامي امت ۷۰ کلنې هیلې دي.
هغه د فلسطیني مجاهدینو د عملیات په ستاینې سره، د هغوی اقتدار او بری د اسلامي امت د ویاړ او سرلوړی لامل وباله.
د حماس د سیاسي دفتر مشر هم د فلسطیني مجاهدینو او د فلسطین د ولس په استازولی د مقاومت په وړاندې د اسلامي ایران له دریځونیونو او ملاتړ څخه قدرونه وکړه.
اسماعیل هنیه، د الاقصی جومات پرلپسې سپکاوی او یرغلیز کړچار د دې عملیات لامل وباله.