د صهیونیسټانو د ماتې غږ  د نړیوالو غوږونو ته رسېدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i139814-د_صهیونیسټانو_د_ماتې_غږ_د_نړیوالو_غوږونو_ته_رسېدلی_دی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د صهیونیسټي رژیم د نه جبرانېدونکې ناکامۍ او جنایتونو د ابعادو په څرګندولو کې د خبریالانو وژل یو خنډ ونه باله او ویې ویل: د صهیونیسټي د غاصب او جعلي رژیم دروغجن او پوشالي بنسټ تر بل هر وخت له زیاتې ماتې سره مخامخ دی او د هغوی د پوځي او استخباراتي ناکامۍ او رسوایۍ غږ د نړۍ غوږونو ته رسېدلی دی.
(last modified 2023-10-11T07:04:30+00:00 )
Oct 11, 2023 11:31 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټانو د ماتې غږ  د نړیوالو غوږونو ته رسېدلی دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د صهیونیسټي رژیم د نه جبرانېدونکې ناکامۍ او جنایتونو د ابعادو په څرګندولو کې د خبریالانو وژل یو خنډ ونه باله او ویې ویل: د صهیونیسټي د غاصب او جعلي رژیم دروغجن او پوشالي بنسټ تر بل هر وخت له زیاتې ماتې سره مخامخ دی او د هغوی د پوځي او استخباراتي ناکامۍ او رسوایۍ غږ د نړۍ غوږونو ته رسېدلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند "ناصر کنعاني چافي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د غزې په تړانګه د صهیونیسټي رژیم د الوتکو حملو او د  دې رژیم له لوري غزې د محاصرې شدت او په سیمه کې د اوبو او برښنا پرې کېدو ته په اشارې سره، د غزې تړانګې د محاصرې په سختولو، د اوبو او برښنا بندولو په لړ کې د صهیونیسټي رژیم اقدامات،  پر هستوګنیزو کورونو او د خدماتو او طبي تاسیساتو په پراخو بمباریو او د غې د خلکو په خلاف د سپینو فاسفورس بمونو کارول، د دې سیمې د خلکو پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم د جنګي جنایتونو د بېلګې په توګه یاد کړل.

کنعاني چافي زیاته کړه: نړیواله ټولنه، ملګري ملتونه او د بشري حقونو سازمانونه د صهیونیسټي رژیم او د هغه د ملاتړو د جنایتونو د دوام د مخنیوي او د جنایتکارانو د سزا ورکولو مسئولیت لري.