امریکا د فلسطین پرضد د جنګ د دوام اصلي مسووله ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i140200-امریکا_د_فلسطین_پرضد_د_جنګ_د_دوام_اصلي_مسووله_ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي نمایندګۍ د امریکا لخوا د برازیل هیواد د پریکړه لیک له ویټو کولو وروسته وویل واشنګټن د دغه پریکړه لیک په ویټو کولو سره د فلسطینیانو پرضد د جنګ د دوام مسوول دی.
(last modified 2023-10-19T08:02:31+00:00 )
Oct 19, 2023 07:02 Asia/Kabul
  • امریکا د فلسطین پرضد د جنګ د دوام اصلي مسووله ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي نمایندګۍ د امریکا لخوا د برازیل هیواد د پریکړه لیک له ویټو کولو وروسته وویل واشنګټن د دغه پریکړه لیک په ویټو کولو سره د فلسطینیانو پرضد د جنګ د دوام مسوول دی.

په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي نمایندګۍ پرون د امریکا لخوا د فلسطین په غزې تړانګې کښې د اوربند لپاره د برازیل هیواد د وړاندیز شوي پریکړه لیک ویټو کولو ته په غبرګون کښې د امریکا د ولسمشر جوبایډن او د اسرائیلو د رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د تصویر په خپرولو سره وویل امریکا د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک په بیا ویټو کولو سره چې د بشردوستانه مرستو غوښتنه کوي د فلسطینیانو پرضد د اسرائیلو د اپارتاییډ رژیم د جنګي جنایتونو، تیریو او د نسل وژنې اصلي مسوولیت پرغاړه لري.

د ملګروملتونو د امنیت شورا دوهمه ښکاره غونډه پرون د اسرائیلو د رژیم او د فلسطین د مقاومت ځواکونو ترمینځ د جنګونو له دولسمې ورځې سره په یووخت پیل شوه چې د برازیل په مشرۍ د امنیت شورا غړي د مینځني ختیځ سیمې او د نیواکي فلسطیني ټاټوبو د حالاتو په هکله غور وکړي او د برازیل هیواد وړاندیز شوی پریکړه لیک تصویب هم نشو خو امریکا هغه ویټو کړ.

د اسرائیلو نیواکګر رژيم پرون په غزې تړانګې کښې په یوه روغتون باندې بمبارې سره په سلګونو بې ګناه خلک چې اکثره یې ښځې او ماشومان وو شهیدان کړل.

صهیونیسټ رژیم تراوسه د فلسطین زرګونو خلک شهیدان کړي او زرګونو نور ژوبل کړي هم دي.

امریکا، بریتانیا ، فرانسه ، جرمني او نور اروپايي هیوادونه د اسرائیلو د نیواکګر رژیم مالي ، وسله وال او  لاجیسټیکي ملاتړونه کوي.