د غزې په هکله د ایران فعاله ډیپلماسي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i140574-د_غزې_په_هکله_د_ایران_فعاله_ډیپلماسي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د غزې په اړه د خپلو فعاله دیپلماسیو په دوام کې نیویورک ته تللی دی څو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون په ترڅ کې په غزې باندې د صهیونیست رژیم د بریدونو د بندولو په موخه خبري اتري وکړي.
(last modified 2023-10-27T07:31:26+00:00 )
Oct 27, 2023 12:00 Asia/Kabul
  • د غزې په هکله د ایران فعاله ډیپلماسي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د غزې په اړه د خپلو فعاله دیپلماسیو په دوام کې نیویورک ته تللی دی څو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون په ترڅ کې په غزې باندې د صهیونیست رژیم د بریدونو د بندولو په موخه خبري اتري وکړي.

د اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په ډله کې د غزې په هکله یو تر ټولو فعاله کس د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان دی چي په غزې باندې د صهیونیست رژیم د بمبارونو د بندولو لپاره  په تېرو ورځو کې یې څلورو هیوادونو یعني عراق، لبنان، سوریې او قطر ته سفرونه کړي دي، هغه له غزې نه د یادو هیوادونو د چارواکو د لا زیات ملاتړ د جلبولو په موخه سلامشورې کړي دي. هغه نه وروسته د ایران خارجه وزیر سعودي ته لاړ څو په جده کې د اسلامي همکاریو د سازمان په فوق العاده غونډه کې ګډون وکړي، هغه همدارنګه د غونډې په ترڅ کې د یو شمېر چارواکو سره هم د غزې په هکله ږغېدلی دی.

د ایران خارجه وزیر همدارنګه په روانه اوونۍ کې د جنوبي افریقا، نیجر، آذربایجان او روسیې له چارواکو سره هم کتلي دي، عبداللهیان له یادو کتنو وروسته، په نیویورک د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش هم سره د غزې په هکله خبري کړي دي او د صهیونیست رژیم په ضد د عملي اقداماتو لپاره د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته یې وېنا وړاندې کړې ده.

هغه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وویل: حقیقت دا دی چي د صهیونیست رژیم نیواک او تاوتریخوالې اوس له حده وتلي او په یوه عامه وژنه بدله شوې ده، یو ژور اپارتاید، دوامداره نیواک او نسل وژنه او ورسره رسندویې پروپاګندا دې رژیم ته د فلسطینیانو د عام وژنې فرصت ورکړی دی.

اوس د دې وخت دی چي ټوله هیوادونه د اسرائیل د رژیم وحشي څېره وپېژني او هغې ته په کتو سره، عملي اقداماتو لپاره ملا وتړي.

د ایران اسلامي جمهوریت د لوېدیځوالو د فشارونو سره سره، تل له فلسطین څخه دفاع کړې ده او د فلسطیني مقاومت نه په ملاتړ سره، د امریکې، اسرائیل رژیم او د هغوی د متحدینو په وړاندې درېدلی دی.

دا په داسي حال کې دی چيد جنګ په ډګر کې د فلسطیني مقاومت تر څنګ باید اسلامي هیوادونو په ډیپلماسۍ کې هم له فلسطین نه په ملاتړ کې فعاله ووسي خو له بده مرغه یو شمېر اسلامي هیوادونو لاهم د صهیونیستانو د جنایاتو په وړاندې چوپتیا غوره کړې ده. اسلامي هیوادونه لږ تر لږه باید د خپل مذهبي هویت یعني اسلام نه ملاتړ وکړي.

له شکه پرته په غزې کې د اسرائیل د رژیم له لورې  د زرګونو فلسطیني ښځو او ماشومانو د وژلو د دوام یو لامل د اسلامي هیوادونو کمزوری دریځ دی. له شکه پرته کې ټوله اسلامي هیوادونه د ایران په څېر د اسرائیل د رژیم په خلاف ډیپلماټیک اقدام وکړي، دغه رژیم نور په غزې باندې بمباریو ته دوام نه شي ورکولای.

دا په داسي حال کې دی چي غربیانو په ایران تور لګوي چي د حماس په عملیاتونو کې لاس لري، حال دا چي د اسلامي ایران ډیپلماټیکې هڅې دغه تورونه هم خنثي کوي.