ځمکنیو عملیاتو کښې د اسرائیلو ماتي له طوفان الاقصی عملیاتو ستره وه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i140676-ځمکنیو_عملیاتو_کښې_د_اسرائیلو_ماتي_له_طوفان_الاقصی_عملیاتو_ستره_وه
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ابراهیم رئیسي په غزې تړانګه کښې په ځمکنیو عملیاتو کښې د صهیونیسټانو ماتي خوړل د الاقصی د طوفان په عملیاتو کښې له ماتي څخه ستر وبلل.
(last modified 2023-10-29T04:31:53+00:00 )
Oct 29, 2023 08:58 Asia/Kabul
  • ځمکنیو عملیاتو کښې د اسرائیلو ماتي له طوفان الاقصی عملیاتو ستره وه

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ابراهیم رئیسي په غزې تړانګه کښې په ځمکنیو عملیاتو کښې د صهیونیسټانو ماتي خوړل د الاقصی د طوفان په عملیاتو کښې له ماتي څخه ستر وبلل.

هغه نن له الجزیرې ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل اسرائیلو  لومړۍ ماتي خوړل د حملې ناڅاپه ترسره کیدل بلل خو په دوهمه ماتي کښې  په داسې پوځ سره چې په ټولو وسلو سمبال دی په غزې تړانګه حمله وکړه خو د مقاومت ډلو مبارزانو هغوې شاتګ کولو ته مجبوره کړل؛او دغه پیښې د فلسطین د ملت په نوم  یو بل ستر بریالیتوب رامینځته کړ.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي زیاته کړه د مقاومت ډلو د امریکا پیغامونو ته په ښکاره ځواب ورکړ خو عجیبه خبره دا ده چې امریکا نورو هیوادونو ته وايي کوم اقدام ترسره نکړي خو په خپله د دنیا د ټولو خلکو د سترګو په وړاندې په غزې کښې د جنایتونو د ترسره کولو لپاره د صهیونیسټ رژيم د ضرورت وړ ټولې وسلې ، تجهیزات او امکانات اسرائیلو ته ورکوي.

د ایران ولسمشر وویل د امریکا او د څو نورو اروپايي هیوادونو په ملاتړونو سره د صهیونیسټ رژيم په لاس د ښځو او د ماشومانو د وژلې بوږنونکی جنایت د دنیا ډیر خلک حیرانه کړي دي  او له صهیونیسټ رژیم څخه د نفرت سبب شوی په دې ډول چې ویلی شو په یوې پام وړ صف بندۍ کښې ډیر نظر خاوندان او سیاستوالان یو طرف ته دي او د امریکا حکومت او څو نور اروپايي هیوادونه او جعلي صهیونیسټ رژیم بل طرف دي.

هغه وویل د فلسطین د خلکو مقاومت له اقتدار سره یوځاې مظلومیت دی او د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په اند د فلسطین خلک مظلوم او مقتدر نومولای شو چې دغه روحیه او مقاومت کول به په دومره انګیزې او ارادې سره حتما د مقاومت د بهیر او د فلسطین د ملت په نوم بریالیتوب رامینځته کړي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي دغه راز جوته کړه د مقاومت ځواکونه  که هغه په فلسطین کښې وي او که په لبنان او که په نورو سیمو کښې د خلکو له متن څه راپورته شوي ځواکونه دي کوم چې له ظلم څخه پوزې ته راغلي او یوځاې راغونډ شوي چې د وطن او د خپلو حقوقو دفاع وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې د فلسطین مسله باید تل د ټولو اسلامي هیوادونو تر ټولو مهمه موضوع او اندیښنه ووسي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ډاګینه کړه: اسلامي دنیا او د نړۍ  ټول خپلواکه هیوادونه چې د امریکا تر سلطې لاندې نه دي باید د فلسطین د مقاومت د بهیر ملاتړ او دفاع وکړي.