په ایران کې د یوم الله ورځې د لاریون پرېکړه لیک
نن د ایران د اسلامی جمهوریت په ټولو ولایتونو کې د ولسې مظاهرو په ترڅ چي د یوم الله د ورځې په مناسبت وشوې، خلګو د فلسطین له مظلوم ولس څخه د ملاتړ او د اسرائیل رژیم او د هغه له ملګرو سره د مقابلې په ضرورت ټینګار کړي دي.
نن د لړم دیارلسمې نیټې کې د ایران په اسلامي جمهوریت کې د یوم الله ملي ورځ ده چي د اسلامي انقلاب بنسټګر حضرت امام خمینی ره له لورې استکبار په ضد د مقابلې په توګه ونومول شوې ده.
نن د ایران د اسلامي جمهوریت په مختلفو ښارونو کې په لسګونو زرو کسانو د امریکا په ضد مظاهرې وکړې او د امریکا او صهیونیست رژیم په ضد د شعارونو په ورکولو سره، له فلسطین سره د پیوستون اعلان وکړ.
د دغو مظاهرو په پرېکړه لیک کې ویل شوی دی چي ټولې روانې ناخوالې صهیونیست او ترهګر رژیم ته د جنایتکاره امریکې د وسله ایز اومالې ملاتړ د امله رامینځ ته شوي دي.
په اعلامیه کې له ټولو اسلامي هیوادونو او خپلواکو هیوادونو څخه غوښتل شوی دی چي په نړیواله ډګر کې د صهیونیستانو له لورې د غزې د ښځو او ماشومانو د وژلې د غندلو په ترڅ کې له دغه جنایتکار رژیم سره خپلې ډیپلماټیکې او هر ډول اقتصادي اړیکې پرې کړي او تیل او ګاز پرې بند کړي.