د ایران او افغانستان د ګډ اقتصادي کمیشن غونډه وشوه
په دغې غونډې کښې د ایران د کرهڼې او زراعت پر وزیر سربیره، د افغانستان په چارو کښې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي هم شتون درلود.
ایران ته د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د افغانستان د جګ پوړي اقتصادي پلاوي په سفر کښې، په تهران کښې د ایران او افغانستان د ګډ اقتصادي او سوداګري کمیشن غونډه پرون ترسره شوه.
په دغې غونډې کښې د ایران د کرهڼې او زراعت پر وزیر سربیره، د افغانستان په چارو کښې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي هم شتون درلود.
د سوداګرۍ، ترانزیټ، ترانسپورت، ګمرکونو او چاپېریال په برخو کې د ګډو کاري ګروپونو د جوړولو او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په لاره کې د ستونزو، خنډونو او ننګونو د څېړلو په موخه د څو نورو کاري ډلو جوړول. د دې غونډې په ایجنډا کې ذکر شوي دي.
د دې غونډې په وروستۍ ورځ به په يادو برخو کې د ګډو کاري ګروپونو له جوړېدو څخه له کتنې وروسته به د دواړو هېوادونو د وزيرانو او چارواکو له خوا د همکارۍ د تفاهم ليک د چمتووالي او مسودې د لاسليکولو په اړه اقدام وشي.