رئیسي : په غزه کې باید ژر تر ژره اوربند وشي
رئیسي په دې خبرې سره چې په غزې تړانګه کښې د اوربند په رامینځته کولو کښې د امریکا د مرستې ادعا دروغ ده څرګنده کړه: امریکا د ملګرو ملتوپه امنیت شورا کښې وړاندیز شوی پریکړه لیک ویټو کوي او په حقیقت کښې د فلسطین د خلکو د وژلو لپاره د صهیونیسټي رژیم ملاتړ کوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په غزې تړانګه کښې د ژر تر ژره د اوربند په رامینځته کولو ټینګار وکړ او ویې ویل: د غزې تړانګې د بمباریو په دوام کی د امریکااو ځینو اروپايي هیوادونو په ملاتړ سره د صهیونیسټ رژيم وحشتناک جنایت د بشریت ضد جنایت ، نسل ختمونه او د ماشومانو وژنه ده .
د غزې په تړانګه د بمباریو او د فلسطینی ښځو او ماشومانو د وژلو دوام په داسې حال کښې دی چې لویدیځ هیوادونه چې د صهیونیسټ رژیم ملاتړی دی په امنیت شورا کښې د اوربند هر ډول پریکړه لیک ویټو کړی او یا د فلسطینیانو د وژلو او بمباریو د بندولولپاره د هلوځلوپه ځای له تل ابیب په زیات ملاتړ کی د پریکړه لیکونو په تصویبولو پسې دي .
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سیدا ابراهیم رئیسي نن په تهران کښې د عراق له لومړي وزیر محمد شیاع السوداني سره په ګډه خبري غونډه کښې وویل، د اوربند ټینګول او غزې ته د مرستو رسول باید ژر تر ژره ترسره شي زیاته کړه له بده مرغه صهیونیسټ رژیم ته د امریکا له لوری مالي ، تسلیحاتي او اطلاعاتي مرستې هغو د فلسطین د خلکو وژلو ، بی رحمانه اقداماتو او ظالمانه کړنو ته لمسوي .
رئیسي په دې خبرې سره چې په غزې تړانګه کښې د اوربند په رامینځته کولو کښې د امریکا د مرستې ادعا دروغ ده څرګنده کړه: امریکا د ملګرو ملتوپه امنیت شورا کښې وړاندیز شوی پریکړه لیک ویټو کوي او په حقیقت کښې د فلسطین د خلکو د وژلو لپاره د صهیونیسټي رژیم ملاتړ کوي.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ: اسلامی هېوادونه، سیمه او نړۍ او هغه کسان چې په خدای باور لری د خدای په وړاندی ، هغه کسان چې په انسانی وجدان باور لری د بشری وجدان او هغه کسان چی په تاریخ باور لري د تاریخ په وړاندی نه شی کولای د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په وړاندې د چوپتیا ځواب ووایی .
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر همدارنګه د ایران او عراق د اړیکو او د هغوی د لوړتیا په باره کښې وویل: د دواړو هېوادونو اړیکي ورځ په ورځ پراخیږی او د دواړو هېوادونو سیاسی او امنیتی ملګرتیاوې د تهران ـ بغداد د ملګرتیاوله مهمو اړخونو دی.
د عراق لومړی وزیر محمد شیاع السوداني نن سهار د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د کتنې لپاره تهران ته راورسید او د مهرآباد په هوايي ډګر کې یې د ایران دتیلو وزیر جواد اوجي لخوا تود هرکلی وشو.