د ایران د صلحه ایز ایټمي پروګرام حقایق باید تحریف نه شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i141244-د_ایران_د_صلحه_ایز_ایټمي_پروګرام_حقایق_باید_تحریف_نه_شي
په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي سفیر او استازي امیر سعید ایرواني وویل: د ایران د صلحه ایز ایټمي پروګرام په هکله د خبرواترو په وخت باید حقایق تحریف یا په انتخابي توګه وړاندې نه شي.
(last modified 2023-11-08T21:08:01+00:00 )
Nov 09, 2023 01:35 Asia/Kabul
  • د ایران د صلحه ایز ایټمي پروګرام حقایق باید تحریف نه شي

په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي سفیر او استازي امیر سعید ایرواني وویل: د ایران د صلحه ایز ایټمي پروګرام په هکله د خبرواترو په وخت باید حقایق تحریف یا په انتخابي توګه وړاندې نه شي.

په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي سفیر او استازي امیر سعید ایرواني وویل: د ایران د صلحه ایز ایټمي پروګرام په هکله د خبرواترو په وخت باید حقایق تحریف یا په انتخابي توګه وړاندې نه شي.

د ایرنا د خبر له مخې، امیرسعید ایرواني پرون دې ټکي ته په اشارې سره چې د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس او د ایران اسلامي جمهوریت په مختلفو برخو کښې نزدې کاري اړیکې لري، زیاته کړه: لکه څنګه چې آژانس څو وارې رښتیا آزمایلي او تایید کړي دي، د ایران د صلحه ایزو ایټمي فعالیتونو په هکله په انحراف دلالت کونکی هیڅ مدرک نشته.

ایرواني ټینګار وکړ: د آژانس بې طرفي، خپلواکي او مسلکي توب هیڅکله باید د څارنې د ژمنو په چوکاټ کښې په خطر کښې پرې نه وځي یا تر تاثیر لاندې را نه شي ترڅو ټول هیوادونه د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په اساسنامه کښې له لیکل شویو حقوقو برخمن شي.

هغه په دوام کښې په دې خبرې سره چې د اسرائيلو رژيم په NPT کښې له غړیتوب او د آژانس په جامع څارنو باندې له پابندۍ ډډه کړې ده، زیاته کړه: آژانس باید په بې پلوه او مسلکي کړنلارې سره له دغه رژيم سره چلند وکړي، اوس د دغه رژيم د بې وسلې کولو او په سیمه کښې د صلحې او امنیت د رامینځته کولو وخت رارسیدلی دی.