عبداللهیان:
د تل ابیب د جنایاتو وخت په ختمېدو دی
د ایران داسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: په چټکی سره د جنایاتو د دوام لپاره د صهیونیست رژیم فرصت په ختمېدو دی.
په نیواکي فلسطین باندې د حماس د غورځنګ د طوفان الاقصی د عملیات له پېلېدو نه د یوې میاشتې په تیرېدو سره، صهیونیست رژیم لاهم په غزې کې د ښځو او ماشومانو په شمول په عامو فلسطینیانو باندې بمبارونو ته دوام ورکوي، چي د امله یې تر دې دمه لس نیم زره کسان شهیدان شوي چي ۴ نیم زره یې ماشومان او کابو درې زره یې ښځې دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدللهیان په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې په دې باندې په تاکید سره چي د جنایاتو په دوام سره د صهیونیست رژیم فرصت په ختمېدو دی، وویل: د نتانیاهو یوازنی کار دا وو چي د صهیونیست د جعلی رژیم ستنې یې له مخکې نه زیاتې سوستې کړې او په غزه کې د ماشومانو ښځو په وژلو سره یې د صهیونیست د یرغلګر رژیم، بې رحمه او جنایتکاره څېره یې نړیوالو ته وښودله.
هغه ټینګار وکړ چي له شکه پرته راتلونکی د فلسطین د ولس دی.