مصر دې د رفح سرحد د فلسطینیانو په مخ خلاص کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i141488-مصر_دې_د_رفح_سرحد_د_فلسطینیانو_په_مخ_خلاص_کړي
د ایران خارجه وزیر له خپل مصری سیال سره په تماس کې  د غزې په مخ د مصر د سرحد د خلاصولو غوښتونکی شو.
(last modified 2023-11-13T04:58:17+00:00 )
Nov 13, 2023 09:27 Asia/Kabul
  • مصر دې د رفح سرحد د فلسطینیانو په مخ خلاص کړي

د ایران خارجه وزیر له خپل مصری سیال سره په تماس کې  د غزې په مخ د مصر د سرحد د خلاصولو غوښتونکی شو.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په ټولنیزو رسینو کې په خپل رسمي اکاونټ کې ولیکل: په ریاض کې مې د مصر د بهرنیو چارو له وزیر سامح الشکري سره کتنه وکړه او ورته ومې ویل چي نن سبا زمونږ او ستاسو د ازموینې ورځې دي، اوس له مصر څخه تمه کیږي چي  د رفح سرحدي لاره خلاصه کړي، څو غزې ته د اوبو، خوراکې توکو، درملو او تېلو د استولو زمینه برابره شي.

د ایران خارجه وزیر زیاتوي چي د اکټوبر په ۷ یعني د طوفان الاقصی د عملیات په پیلېدو سره، د اسرائیل رژیم پاشلتیا سره مخ شو، او اوس هم د امریکا له خوا په مصنوعي سا ورکولو باندې ژوندی پاته شوی دی، نړۍ د غزې په خلاف د اسرائیل د رژیم نه بلکې د امریکاد هر اړخیزې جګړې کتونکې ده.

دوې ورځې مخکې د اسلامي او عربي هیوادونو مشرانو د غزې د حالاتو په هکله په سعودي عربستان کې غونډه وکړل. د ایران خارجه وزیر د یادې غونډې په هکله وایي: دا غونډه د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په غوښتنه جوړه شوه، البته غوښتنه مو درې اوونۍ مخکې سعودي سره شریکه کړې وه.

هغه زیاتوي چي سید ابراهیم رئیسي غزې سره د مرستو لپاره د ۱۰ عملي اقداماتو وړاندیز وکړ او په اړه یې د مصر ، مالیزیا د مشرانو او د سعودي د ولیعهد په شمول د  ۹ اسلامي هیوادونو له مشرانو سره سلامشورې وکړې.