د غزې د خلکو وژل د نړیوالو کنونشنونو خلاف ورزۍ ده
(last modified Mon, 13 Nov 2023 23:33:10 GMT )
Nov 14, 2023 04:03 Asia/Kabul
  • د غزې د خلکو وژل د نړیوالو کنونشنونو خلاف ورزۍ ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا د بشري حقوقو د شورا د کمیټۍ مشرې زهره الهیان(Zohreh Elahian) د فلسطین په غزې تړانګه کښې د ښځو او د ماشومانو وژل د انساني لوړ شان او کرامت پرضد او د نړیوالو کنونشونونو خلاف ورزۍ وبلله.

هغې د عراق د کربلای معلی د ظلم ضد د میرمنو په نړیوالې غونډې کښې چې د کربلا په جامعه الزهرا سلام الله علیها  پوهنتون کښې د غزې او د فلسطین د ښځو او د ماشومانو په موضوع او د اسلامي هیوادونو د فعالو ښځو په ګډون سره وشوه وویل د غزې تړانګې د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم جنایتونه نه یوازې د انساني لوړ شان او کرامت پرخلاف دي بلکې د بشري حقوقو د ډیرو مصادیقو او په تیره بیا په نړیوالو سندونو کښې د ښځو او د ماشومانو په شمول د حساسو ډلو د حقوقو خلاف ورزۍ ده.

د فلسطین په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د پوځ د حملو په نتیجه کښې چې د امریکا، د بریتانیا ، فرانسې ، جرمني ، اسټرالیا ، کاناډا او د نورو اروپايي هیوادونو په پوځي ، وسله والو ، مالي او استخباراتي مرستو سره ترسره کیږي تراوسه د شهیدانو شمیر یولس زره دوه سوه څلویښتو ته رسیدلی دی چې څلور زره او شپږسوه دیرش پکښې ماشومان ، درې زره یوسل دیرش پکښې ښځې او شپږ سوه اته اویا پکښې بوډاګان شامل دي.