طالبانو ومنله چی د ایران حقابه باید ازاده شی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i141598-طالبانو_ومنله_چی_د_ایران_حقابه_باید_ازاده_شی
سلاجقه زیاته کړه: دا پریکړه تهران ته د طالبانو د اقتصادي پلاوي د وروستي سفر په ترڅ کې وشوه.
(last modified 2023-11-15T07:03:05+00:00 )
Nov 15, 2023 11:31 Asia/Kabul
  • طالبانو ومنله چی د ایران حقابه  باید ازاده شی

سلاجقه زیاته کړه: دا پریکړه تهران ته د طالبانو د اقتصادي پلاوي د وروستي سفر په ترڅ کې وشوه.

 

د ایران د ژواک  چاپېریال  د ساتنې ادارې مشر وویل: د لومړي ځل لپاره طالبانو منلې چې د ایران حقابه باید پرېښودل شي.

د ایران پریس خبری اژانس د رپوټ له مخې،علی سلاجقه نن  په دې هکله د کابینې  د غونډې په څنډه کی وویل: د دغه فیصلې  په لومړی پړاو کی، د دوړو او غبار د خپریدو د مخنیوی لپاره، د هامون تالاب ته اوبه ورکول کیږی تر څو د تالاب  سطحه لمده شي .

سلاجقه زیاته کړه: دا پریکړه تهران ته د طالبانو د اقتصادي پلاوي د وروستي سفر په ترڅ کې وشوه.

ده زیاته کړه: افغان پلاوی په تېره بیا د چاپېریال ادارې چارواکو ژمنه وکړه چې ژر تر ژره به د ایران اسلامی جمهوریت ته راشی او دغه مسایل به د یوې پراخې غونډې په بڼه وڅېړی، تر څو د افغانستان د دوړو په تېره بیا په هغو ځایونو کې چې د ایران پر اسلامي جمهوریت اغېز لري او نقشې او راپورونه چمتو شوي دي د دې مسئلې اصلیت معلوم او حل لاره ورته وړاندې شي.