صهیونیسټان به ځمکنیو عملیاتو کښې بریالي نشي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i141782-صهیونیسټان_به_ځمکنیو_عملیاتو_کښې_بریالي_نشي
د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سټراټيژیکو مطالعاتو د مرکز مشر «امیر احمد رضا پوردستان» له خبریالانو سره په مرکه کښې ټینګار وکړ:صهیونیسټان به په ځمکنیو عملیاتو کښې بریالي نشي.
(last modified 2023-11-19T09:31:56+00:00 )
Nov 19, 2023 08:17 Asia/Kabul
  • صهیونیسټان به ځمکنیو عملیاتو کښې بریالي نشي

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سټراټيژیکو مطالعاتو د مرکز مشر «امیر احمد رضا پوردستان» له خبریالانو سره په مرکه کښې ټینګار وکړ:صهیونیسټان به په ځمکنیو عملیاتو کښې بریالي نشي.

هغه وویل راتلونکی په پریکنده توګه د فلسطینیانو لپاره دی او صهیونیسټ رژیم به له ډیرې سختې ماتي سره مخامخ شي.

د ایران د پوځ د سټراټيژیکو مطالعاتو د دفتر مشر امیر احمد رضا پوردستان د غزې د بدلونونو په هکله وویل ځمکنی یرغل یو ماتي خوړلی حرکت دی او صهیونیسټان د ځان لپاره د بریا د رامینځته کولو هڅه کوي.

امیر پوردستان وویل صهیونیسټان پوهیږي چې په ځمکنیو عملیاتو کښې به بریالي نشي خو په دې دلیل چې وکولای شي د اسرائیلو او د دنیا عمومي افکارو ته ځواب ورکونکی ووسي د یوې بریا د رامینځته کولو هڅه کوي.

هغه په دې خبرې سره   چې نړیواله ټولنه هره ورځ چې تیریږي د صهیونیسټانو پرضد له پسې متحده او کوټلي کیږي وویل هرڅومره چې وخت تیریږي په صهیونیسټانو باندې دباو زیاتیږي او زما په نظر تر ټولو منطقي کار دا دی چې صهیونیسټ رژیم په چټکۍ سره د فلسطینیانو پرضد عملیات بند کړي.