د ایران د بشري حقوقو د کمیټې مشر
ملګري ملتونه دې د فلسطیني ماشومانو د ژوندانه حق په رسمیت وپېژني
د ایران د اسلامي جمهوریت د بشري حقوقو د کمېټې سرمنشي ویلي: ملګري ملتونه باید په غزې کې د فلسطیني ماشومانو حقوق په رسمیت وپېژني.
کاظم غریب آبادی تېره ورځ د ماشوم د نړیوالې ورځې په مناسبت دې ته په اشارې سره چي اسرائیلي رژیم په تېره میاشته کې له ۵۵۰۰ څخه زیات فلسطیني ماشومان شهیدان کړي دي، په خپل ټوییټر پاڼه کې ولیکل: د نوامبر ۲۰مه د ملګرو ملتونو له خوا د ماشومانو ورځ نومول شوې ده، که ملګري ملتونه د غزې ماشومان هم د نړۍ د ماشومانو په ټولګه کې راولي، نو غوره ده چي د هغوی د ژوندانه او د لوېیدو حقوق په رسمیت وپېژني.
د رسمي شمېرنو له مخې، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزې کې په عامو فلسطینیانو د اسرائیلي رژیم په بریدونو کې ۳۰۰ مظلوم او بې ګناه فلسطیني ماشومان د نړیوالو د سترګو پر وړاندې شهیدان شوي دي.
دا په داسي حال کې ده چي اسرائیلي رژیم لاهم د روغتونونو، ښوونځیو، جوماتونو او د عامو خلګو پر کورونو باندې بمباریو ته دوام ورکوي، خو امریکا او اروپایي هېوادونه نه یوازې له اسرائیلي رژیم څخه ملاتړ کوي، بلکې د کیمیاوي بمونو په ګډون،د وسلو جوپې دې رژیم ته استوي او په امنیت شورا کې د اوربند لپاره د پرېکړه لیک د تصویبېدو مخنیوی کوي.