د اسرائیلو رژیم ملاتړي دې باید محاکمه شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142090-د_اسرائیلو_رژیم_ملاتړي_دې_باید_محاکمه_شي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت کمیسیون مشر «وحید جلال زاده» د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو په هکله د ځینو هیوادونو د مشرانو په چوپتیا باندې نیوکې سره وویل د اسرائیلو رژیم ملاتړي باید د بشري حقوقو تر پښو لاندې کولو لپاره په نړیوالو محکمو کښې محاکمه شي.
(last modified 2023-11-25T04:14:57+00:00 )
Nov 25, 2023 08:05 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو رژیم ملاتړي دې باید محاکمه شي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت کمیسیون مشر «وحید جلال زاده» د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو په هکله د ځینو هیوادونو د مشرانو په چوپتیا باندې نیوکې سره وویل د اسرائیلو رژیم ملاتړي باید د بشري حقوقو تر پښو لاندې کولو لپاره په نړیوالو محکمو کښې محاکمه شي.

هغه وویل د غزې تړانګې د ناوړه پیښو په وخت او هغه وخت چې د صهیونیسټ د ماشومانو د وژونکي رژیم په لاس د سړیو ، د ښځو او د ماشومانو په شمول د فلسطین د بې ګناه شهیدانو شمیر څه د پاسه پینځلس زره تنو ته ورسید د اروپا د پارلمان په شمول په اروپا کښې په ځینو  مسوولو ارګانونو باندې مرګوني چوپتیا واکمنه ده.

جلال زاده د صهیونیسټ رژیم لخوا د غزې د خلکو له بې رحمانه وژلې د اروپا د پارلمان د ځینو غړیو دفاع ته په اشارې سره وویل د اروپا د پارلمان ځینو غړیو له توپیر څخه ډک او بد چلند نندرې ته وړاندې کړ او تر دې حده مخ ته تللي دي چې په غزې تړانګې کښې د زرګونو بې ګناه او د ملکي وګړو له غم څخه په ډکو وژلو باندې د خواشینۍ له څرګندولو ډډه کوي.