دایران اوافغانستان مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142170-دایران_اوافغانستان_مطبوعات
یوه یهودی لیکوال وویل اسراییل ترهه ګر رژیم او د شرارت سمبول دی .
(last modified 2023-11-26T06:32:22+00:00 )
Nov 26, 2023 10:55 Asia/Kabul
  • دایران اوافغانستان مطبوعات

یوه یهودی لیکوال وویل اسراییل ترهه ګر رژیم او د شرارت سمبول دی .

 

کیهان

د الجزیری ټیلی ویژیونی چینل اټکل وکړ د غزې جنګ د پای  پیل کیدلای شی خو نه د فلسطین لپاره .

یو روسی نظر خاوند وایی د ایران غړیتوب د بریکس او شانګهایی سازمانونو باور زیات کړ .

برید جنرال علي فدوي وویل د فلسطین د خلکو قدرت دنیا حیرانه کړي ده . ورځپاڼه په دې اړه په یوه راپور کی لیکلی دی چی  د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د مشر ځای ناستي برید جنرال علي فدوي په دې خبرې سره چې کاڼي په تیرو وختونو کښې د فلسطینیانو یوازنی وسله وه ډاګینه کړه نن سبا فلسطینیان په داسې اوزارونو او قدرت سمبال شوي دي چې د دنیا ټول قدرتونه یې حیرانه کړي دي.

هغه وویل د طوفان الاقصی عملیاتو اسرائیلو ته سخته څپیړه ورکړه او  د دنیا ټولو اشرارو په چَټکۍ سره ځانونه نیواکي ټاټوبوته ورسول چې د دغه جنایتکار رژیم د دړې وړې کیدا مخه ونیسي.

برید جنرال علي فدوي په دې خبرې سره چې امریکا او اروپايي هیوادونه په ټول توان سره د صهیونیسټ رژیم په څنګ کښې ودریدل  وویل حتی د مقاومت د جنګیالیو د شهیدولو  یو تصویر هم نشته.

ورځپاڼه زیانوی برید جنرال علي فدوي په دې خبرې په  ټینګار سره چې د غزې خلکو په دغه جنګ کښې عظمت راوپنځاوه وویل اوربند د اسرائیلو د رژیم او د لویدیځو هیوادونو غوښتنه وه ځکه چې هم د  هیوادونو د ننه او هم د جنګ په میدان کښې تر دباو لاندې وو.

سردار فدوي په دې خبرې سره چې په ټوله سیمه کښې د مقاومت جبهه پراخه شوي ده وویل یو وخت یمن د مقاومت د جبهې تر ټولو بې وزله هیواد و خو نن سبا یمن دومره قدرت ترلاسه کړی دی چې د امریکا د پرمختللیو بې پایلوټه الوتکو د نسکورولو توان لري .

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال علي الیوسف  په سیمه کښې د ثبات د تضمین په لړ کښې له ایران سره په ملګرتیا ټینګار وکړ

جمهوری اسلامی

د حماس او صیهونیسټ رژیم ترمینځ د بندیانو تبادله پیل شوه .د صیهونیسټ رژیم د جنګ وزیر ویلی دی د اوربند له ختمیدا وروسته جنګ له سره پیلوی .

د افغانستان د ملی مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وایی افغانستان نن په طالبستان بدل شوی دی .

یوه یهودی لیکوال وویل اسراییل ترهه ګر رژیم او د شرارت سمبول دی .

په تهران کی د غزې له مظلومو خلکو په ملاتړ کې د بسیجو ۵۰ زره کسیزه مانوره ترسره کیږی .

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت کمیسیون مشر وحید جلال زاده  د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو په هکله د ځینو هیوادونو د مشرانو په چوپتیا باندې نیوکې سره وویل د اسرائیلو رژیم ملاتړي باید د بشري حقوقو تر پښو لاندې کولو لپاره په نړیوالو محکمو کښې محاکمه شي .

ورځپاڼه په دې اړه د  هغه  له قوله وایی د غزې تړانګې د ناوړه پیښو په وخت او هغه وخت چې د صهیونیسټ د ماشومانو د وژونکي رژیم په لاس د سړیو ، ښځو او ماشومانو په شمول د فلسطین د بې ګناه شهیدانو شمیر څه د پاسه پینځلس زره تنو ته ورسید د اروپا د پارلمان په شمول په اروپا کښې په ځینو  مسوولو ارګانونو باندې مرګوني چوپتیا واکمنه ده.

جلال زاده د صهیونیسټ رژیم لخوا د غزې د خلکو له بې رحمانه وژلې د اروپا د پارلمان د ځینو غړیو دفاع ته په اشارې سره وویل د اروپا د پارلمان ځینو غړیو له توپیر څخه ډک او بد چلند نندرې ته وړاندې کړ او تر دې حده مخ ته تللي دي چې په غزې تړانګې کښې د زرګونو بې ګناه او د ملکي وګړو له غم په ډکو وژلو باندې د خواشینۍ له څرګندولو ډډه کوي .

په بهر کښې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس مشر خالد مشعل وویل چې د مقاومت حالت ښه دی جوته کړه صهیونیسټي دښمن د خپلو هدفونو په پوره کیدا کښې پاتې راغی .

کابل ورځپاڼی

هشت صبح

په مسکو کې د طالبانو د سیاسي مخالفینو غونډه؛ د سیاسي ځواکونو لپاره دې یو واحد چتر جوړ شي

د طالبانو یو شمېر سیاسي مخالفینو په مسکو کې د روسیې د عدالت ګوند په کوربتوب « افغانستان د تېر او راتلونکي ترمنځ » په نوم غونډه کې ګډون وکړ. د دغې غونډې ګډونوالو د افغانستان د کړکېچ د اساسي حل په موخه د نړۍ او سیمې د هېوادونو د ملاتړ غوښتنه وکړه. هغوی ټینګار وکړ، چې افغانستان له بېلابېلو قومونو، ژبو او سیاسي او مذهبي ډلو جوړ یو متکثر هېواد دی او د طالبانو په انحصارپالنې او ځپونکي تګلارې سره به مخته ولاړ نه شي. د هغوی په وینا، له یوه متکثر او ولسي سیاسي جوړښت پرته به هېواد له اوسني کړکېچه خلاصون ونه مومي. د دغو سیاستوالو په اند، د طالبانو د واکمنۍ دوام به په سیمه کې د بې ثباتۍ او د بنسټپالنې د پراختیا لامل شي. د غونډې ګډونوالو د سیمې له هېوادونو او ملګرو ملتونو په افغانستان کې د یوه داسې نوي سیاسي جوړښت د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه، چې ټول سیاسي او مدني ځواکونه پکې ګډون ولري. د دې غونډې غړو له طالبانو سره  تعامل باج ورکونه وبلله او زیاته یې کړه، چې په تېرو دوو کلونو کې دغه کار د ترهګرۍ له پیاوړتیا او د امنیتي ګواښونو له زیاتېدو پرته بله پایله نه ده لرلې.

مسکو د تېرې پنجشنبې په ورځ د مخکیني حکومت له نسکورېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د طالبانو د سیاسي مخالفینو کوربه و. روسیې تر دې مخکې د «مسکو فارمټ» په غونډه کې د طالبانو مخالفینو ته بلنه نه وه ورکړې. تازه د عدالت نړۍ انېسټيټیوټ او د روسیې عدالت ګوند د طالبانو د مخالفو سیاسي څېرو کوربتوب کړی دی. په دې غونډه کې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود، د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي جبهې د مشرتابه شورا غړي محمد محقق، د مخکینۍ ولسي جرګې استازو فوزیې کوفي او شکریې بارکزۍ او یو شمېر نورو سیاسي شخصیتونو ګډون او ویناوې کړې دي.

د مخکینۍ ولسي جرګې غړې او د مسکو د غونډې ګډونواله شکریه بارکزۍ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، د روسیې ملاتړ او د دغو غونډو کوربتوب کولای شي لږ تر لږه په یوه بهیر کې د طالبانو د رژيم بدیل رامنځته کړي او د بین الافغاني خبرو فرصت برابر کړي. د مېرمن بارکزۍ په وینا، سره له دې چې دا په مسکو کې د طالبانو د مخالفینو لومړۍ غونډه وه، خو د ویناوالو غوښتنې او موخې ورته وې او په غوښتنو کې یې کوم ځانګړی توپیر نه لیدل کېده. د هغې په ​​وينا، دا د افغانستان د مسألې په تړاو عمومي اجماع ښيي، که څه هم چې طالبانو د قضیې د یوه اړخ په توګه پکې ګډون نه درلود.

له بلې خوا مېرمن بارکزۍ ټینګار کوي چې په افغانستان کې د بېلابېلو ډلو فعالیتونه د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ دی او طالبانو ته باج ورکول به وضعیت ښه نه کړي.

په دې غونډه کې له طالبانو سره د تېر حکومت د سولې د مرکچي پلاوي غړې فوزیې کوفي په خپلې وینا کې وویل، چې طالبان د افغانستان په واقعیت درک کولو کې پاتې راغلي دي. هغې ټینګار وکړ، چې هیڅ جریان د فشار او ټوپک له لارې حکومت نشي کولای. هغې طالبان ښه جنګیالي او بد حکومت کوونکي وبلل.

بلخوا، د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د روسيې له خوا د دغې غونډې جوړېدل يو «زړور او مهم» ګام وباله او زياته يې کړه، چې په تېرو دوو کلونو کې افغانستان په يوه وحشتناک تورتم  او سخت کړکېچ کې ډوب شوی دی. ښاغلي مسعود وویل، چې طالبانو«له امریکا سره له خپل تړون پرته پر خپلې هېڅ کومې ژمنې عمل نه دی کړی.

په دې غونډه کې محمد محقق د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت د شورا له ادرسه خبرې وکړې. هغه وویل چې په څه باندې دوو کلونو کې له طالبانو سره  تعامل ګټور نه و او که طالبان خپلو ځپونکو او حذف کوونکو تګلارو ته دوام ورکړي، دا شورا په مناسب وخت کې د میداني مبارزو انتخاب هم په پام کې لري

مسیر

د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او ازبکستان استازو د «افغانستان پر اقتصادي ناورین» خبرې وکړې .

د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او ازبکستان ځانګړي استازي طارق علي او عصمت‌ا... ارګاشیف په هېواد کې د «اقتصادي بحران او بشري ناورین» په اړه خبرې کړي دي

په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ د کمولو په برخه کې «همغږي او همکاري» اړینه بللې او د افغانستان په اړه یې د دغه سازمان په پرېکړه لیکونو کې د شاملو مسایلو په اړه له طالبانو سره د «رغنده خبرو اترو» پر دوام ټینګار کړی دی.

د یادونې وړ ده چې شاوخوا دوه کاله وړاندې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په ځانګړې غونډه کې چې د سعودي عربستان په نوښت او د پاکستان په کوربه‌توب په اسلام‌اباد کې جوړه شوې وه، په هېواد کې د بشري ناورین د مخنیوي په موخه د افغانستان له خلکو سره د مرستو د دوام پرېکړه لیک تصویب کړی و.

د دې غونډې په پای کې په پرېکړه لیک کې راغلي چې طالبان باید په افغانستان کې د ټولو ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه القاعده، داعش، تحریک طالبان پاکستان، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د اسلامي همکاریو سازمان لا هم پر دې ټینګار کوي چې افغانستان د نړۍوالو ترهګرو پر مرکز بدل نه شي.

خو د بشري حقونو د سازمانونو راپورونه او د ګاونډیو هېوادونو د مشرانو څرګندونې ښيي چې طالبانو تر اوسه په خپلو ډېرو ژمنو عمل نه دی کړی .