اسلامي ایران تل د فلسطین ملاتړی و او دی
یرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني وویل: د ایران اسلامي جمهوریت په تیرو څلورڅلویښتو کلونو کښې تل د فلسطین اولنی ملاتړی و او دی او په دې هکله یې هر ډول مرستي کړي دي.
هغه پرون د طوفان الاقصی د عملیاتو بریالیتوب د قدس شریف په ازادولو کښې خپل نهايي هدف ته د رسیدا په لړ کښې د مقاومت ډلو لپاره نوی پیل وباله او جوته یې کړه د ایران اسلامي جمهوریت په تیرو څلور څلویښتو کلونو کښې تل د فلسطین اولنی ملاتړی و او دی او په دې زمینه کښې یې هر ډول مرستې کړي دي.
ناصر کنعاني ټینګار وکړ صهیونیسټ رژيم له ماتي څخه د تښتیدا لپاره هر کار ترسره کړ او باید اجازه ورنکړو دغه رژیم د خپلې پوځي ماتي د جبرانولو لپاره په سیاسي حوزه کښې بریالیتوب ته ورسیږي.
د اهل بیت علیه السلام د نړیوالې ټولنې مشر ایت الله محمد حسن اختري د صهیونیسټ رژیم د رعب په ماتولو کښې د مقاومت ځلانده بریاو ته په اشارې سره په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژیم وروستي جنایتونه وغندل او د حماس غورځنګ د شرطونو منل یې د صهیونیسټ رژیم د ښکاره ماتي نښه وبلله.