امریکادې د ایران په ضد له چټي او تکراري تورونو ډډه وکړي
په ملګروملتو کې د ایران سفیر او دایمی استازي یوځل بیا د تهران په ضد دواشنګټن د بې اساسه تورونو په ردولو سره ووئیل،ایران هیڅکله هم د امریکائي عسکرو په ضد په کومې حملې کې لاس نه دی درلودلی.
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ،په ملګروملتو کې د اسلامی ایران سفیر اودایمی استازي امیر سعید ایروانی پرون ناوخته د لویدیځي آسیا او سورئې وضعیّت په باب د امنیت شورا په ناستې کې ووئیل ،داسې ښکاري دغه بې اساسه تورونه په سورئې کې د ملروملتو د منشور او دنړیوالو حقوقو له جدي خلاف ورزیو څخه د پام د اړولو لپاره دمتحده ایالاتو دقصدي هڅې یوه برخه ده .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې ایران تل په سیمې کې د سولې او امنیت د لوړتیا لپاره پخپلو ژمنو عمل کړی او ورته پابنده دی،روښانه کړه،متحده ایالات باید په سورئې کې خپل غیر قانونی اقدامات ودروي.
سعید ایراواني ووئيل،په سورئې کې دامریکا دپوځي ځواک غیرقانونی شتون او نیواک، په دغه هیواد کې د ناکراریو او نامنیو اصلی سر چینه ده او د سورئې پ داخل او سیمې کې دترهه ګرو ډلو ټپلو د تغذیه کولو لپاره ئې پراخه زمینه برابره کړې ده.
هغه په دوام کې ووئيل متحده ایالات ادعا کوي چې په سورئې کې له ترهه ګرۍ سره مبارزه کوي، په حقیقت کې په سورئې کې د د وي غیر قانوني اقدامات په سیمې کې د اسرائیلو او متحده ایالاتو د سیاسی پروګرامونو د پرمخ بیولو لپاره دترهه ګرو ډلو ټپلو لپاره خوندیتوب او یو ډال رامینځةکوي .
په ملګروملتو کې د ایران استازي دې ته په اشارې سره چې په سورئې کې انساني بحران هماغه شان بوږنونکی دی،زیاته کړه، له اړمنو سره د ضروری مرستو دوړاندې کولو لپاره د ملګروملتو او دانسان دوستۍ دشریکانو له هلوځلو سره سره په تیره بیا دامریکاد غیر قانوني یو اړخیزو بندیزونو ددوام د میرمنو او ماشومانو پشمول دسورئې پر خلکو ډير دروند پیټی دی.سعید ایراواني په دوام کې ددې خبرې په کولو سره چې د امینت شورا د پریکنده ځواب نشتوالی د سورئې په خاورې باندې دخپلو تیریو ددوام لپاره د اسرائیلي رژیم د سپين سترګیتوب سبب شوی دی،ټينګار وکړ، وحشي صهیونیسټي رژیم د غزې د خلکو په ضد پر خپلو جنایتونو سربیره د سورئې په داخل کې خپلو ترهه ګرو او تیریګرو اقداماتو ته دوام ورکوي او قصدا عام خلک او بیخ بینائي تاسیسات په نښه کوي.