د ایران د بهرنیو چارو وزیر روسیې ته ولاړ
د کسپین سمندرګي د ساحلي هیوادونو د خارجه وزیرانو کلنۍ غونډه نن په ماسکو کښې د ایران، روسیې، اذربایجان جمهوریت ، قزاقستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیرانو په شتون کښې جوړیږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې د کسپین د ساحلي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ.
د کسپین سمندرګي د ساحلي هیوادونو د خارجه وزیرانو کلنۍ غونډه نن په ماسکو کښې د ایران، روسیې، اذربایجان جمهوریت ، قزاقستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیرانو په شتون کښې جوړیږي.
د کسپین سیمې امنیت، د اقتصادي اړیکو پراختیا، د سمندري ټرانسپورټ، سوداګرۍ، انرژۍ، چاپېریال او اړوندو حقوقي مسایل د دغې غونډې له مهمو موضوعاتو دي.
د تسنیم خبری آژانس د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د دوشنبې په ماښام په ماسکو کښې د کسپین د ساحلی هیوادونو د خارجه وزیرانو په غونډه کښې د ګډون لپاره روسیې ته لاړ.
په روسیه کې د ایران سفیر کاظم جلالي له دې مخکې د کسپین سمندرګي د څنډو د هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې د ترسره کیدو په هکله وویل چې د مسکو په غونډه کې به په بیلابیلو برخو کې د همکارۍ پراختیا لکه د کسپین د سیمې د امنیت او پراختیا ، اقتصادي اړیکو، سمندري ټرانسپورټ، سوداګرۍ، انرژۍ، چاپیریال او اړوندو قانوني مسلو په هکله خبرې وشي.
د ایران د سفیر په وینا، د مسکو په غونډه کې به د کسپین سمندر د غاړی هېوادونو د مشرانو د راتلونکې غونډې د ایجنډی په اړه خبرې او سلاومشوری وشي.